د لاسرسي لېنکونه

په پام کې ده د افغان حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د قرغزستان په پلازمېنه بکشکيک کې د شانهګاى د همکارۍ سازمان په غونډه کې برخه واخلي.

روسيه، چين، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان يې غړي هېوادونه دي، خو افغانستان، ايران او ځيني نور هېوادونه د څارونکو په توګه د دغه تړون په غونډو کې برخه اخلي.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل ازادي راډيو ته وويل چې په راروانه غونډه کې په افغانستان پورې پر تړلو درېيو موضوعاتو هم تمرکز کېږي:

"لومړى په دغه سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړيتوب، دويم په افغانستان کې د ټروريزم په وړاندې د مبارزې لپاره د سيمه ييزې همکارۍ پر جلبولو او درېيم په افغانستان کې د شانګهاى د غړو هېوادونو د اقتصادي همکاريو پر جلبولو خبرې کېږي."

افغانستان له زياتې مودې هڅه کوي د شانهګاى د همکارۍ سازمان بشپړ غړيتوب ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG