د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

د مرۍ اوبدلو لاسي صنعت، تاریخ او پرمختګ


که د انسان د ټولنیز ژوند تاریخ ته ځیر شو، نو انسان په بېلابېلو وختونو کې د ځان د هوساینې او اسانتیا لپاره بېلابېل کارونه کړي دي.

د زینتي توکو په برخه کې یې کله له له ګلانو استفاده کړې او کله یې د چاپیریال له نورو توکونو څخه کار اخېستی، خو دا ډول انسان د ځان او خپلو خواهشاتو لپاره کړي دي.

په افغاني ټولنه کې هم ښځو د ځان او یا چاپیریال د ښایست لپاره له بېلابېلو توکونو څخه کار اخیستی، لاسي کارونو ته یې مخه کړې او دغه چاره یې پاللې ده.

مرۍ اوبدل یو له هغو لاسي کارونو څخه دی چې په افغاني ټولنه کې سلګونه کاله مخینه لري چې لا هم په یو شمېر سیمو کې دا چاره دوام لري.

موږ نننۍ خپرونه همدغې موضوع ته ځانګړې کړې ده.


جوړوونکی: محبوب شاه محبوب

دا خپرونه دلته اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:48 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG