د لاسرسي لېنکونه

راپورونه وايي، په ننګرهار کې په هغه بمبارۍ کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې تېره شپه د طالبانو د يوه قوماندان محمد علم پر کور شوې ده.

د والي وياند عطاالله خوګياڼي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د هوايي حملې خبر تائيد کړ، خو د تلفاتو د شمېر په اړه يې بې خبري وښوده:

"په شېرزادو ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو د يوه مهم قوماندان مولوي محمد علم پر کور عمليات شوي چې تلفات هم لري، دا چې تلفات څومره دي او چا ته اوښتي، وروسته معلومات شريکوو."

د پوليسو يوه چارواکي رويټرز ته ويلي چې دغه بمباري يوې نامعلومې الوتکې کړي او په کور کې يې دننه څلور کسان وژلي دي.

د ننګرهار روغتيا رئيس ويلي چې د پېښې له کبله تر لسو زيات ټپيان روغتون ته وروړل شوي چې په هغو کې ٧ ماشومان او ٥ ښځې شاملې دي.

د ده په خبره د څلورو ټپيانو وضعيت نازک دى.

بل‎خوا په کابل کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د قاطع ملاتړ ماموريت يوه وياند بريد جنرال چارليس کليفلېنډ ويلي، امريکايي ځواکونو په شېرزادو کې د جمعې په ورځ د دوستو ځواکونو د دفاع لپاره هوايي حمله کړې ده.

ده په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو ويې ويل د ملکي تلفاتو د راپورونو په اړه به څېړنې کېږي.

XS
SM
MD
LG