د لاسرسي لېنکونه

د عراق دولتي ځواکونه او د کُردانو پېشمرګه جنګيالي له داعش ډلې د موصُل د تصفيې لپاره د پرمختګ په حال کې دي.

شمداساني وويل، تېره چهارشنبې ۲۳۲ کسان اعدام شوي چې ١٩٠ کسان په کې د عراق پخواني افسران او د امنيتي ځواکونو پخواني غړي وو. د هغې په خبره کېداى شي د قربانيانو شمېر تر دې زيات وي.

بل‎خوا د عراق لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستوتنظيموونکې لايس ګراندي د چين له مرکزي ټلويزيون سره په خبرو کې وويل:

"موصل کې ښايي وضعيت لا پسې خراب شي، ځکه د پوځي مبارزې له کبله تر يو میليون زيات کسان اغېزمن شوي دي. ملګري ملتونه اټکل کوي چې په موصل کې بشري وضعيت ښايي په ٢٠١٦میلادي کال کې د نړۍ په کچه تر ټولو بد او پېچلى وي."

د امريکا يوه پوځي چارواکي بريد جنرال ماتيف ايسلر نن وويل، له يوې اوونۍ چې عمليات پيل شوي عراقي ځواکونو د امريکا په مرسته د موصل په شا و خوا کې له داعش ډلې ٤٠ کلي نيولي دي.

XS
SM
MD
LG