د لاسرسي لېنکونه

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د هغو خبرو اترو کوربه دى، چې د ده له سوريايي او ايراني سيالانو سره يوځاى د سوريې پر امنيتي وضعيت په کې خبرې کېږي.

لاوروف نن وويل، د سوريې د بهرنيو چارو له وزير وليد المعلم او د ايران د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريفسره د خبرو هدف د سوريې بحران ته مناسبه حل لار موندل دي.

د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد المعلم د امريکا په مشرۍ د ائتلاف پر روانو پوځي عملياتو انتقاد وکړ:

"موږ د هغه نړيوال ائتلاف له کبله چې امريکا يې مشري کوي، ډېر ځورېدلي يو. دغه ائتلاف د داعش د ټروريزم پرخلاف جګړه نه ده پيل کړې، بلکې د سوريې د اقتصاد اساس يې په نښه کړى دى."

په غونډه کې د روسي د بهرنيو چارو وزير پر لوېديځو هېوادونو تور پورې کړ، چې هڅه کوي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړو سرغړونه وکړي او په خپلې بې ارادګۍ سره سختدريځې وسلوالو ته جرئت ورکوي چې خپلو جنايتونو ته ادامه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوريې په محاصره شوي ښار حلب کې دولت-ضد ځواکونو د دولتي پوځيانو د محاصرې د ماتولو لپاره عمليات پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG