د لاسرسي لېنکونه

د پاکستان د مسلم ليګ ګوند سکرتر جنرال او سناتور مشاهد حسېن ويلي چې هېواد يې د افغانستان د ۲۰۰۹ میلادي کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د حامدکرزي په ګټه درغلي کړې وه.

مشاهد حسېن چې د پاکستان د سنا جرګې د دفاعي چارو کمېسیون رئیس او د کشمیر په مسئله کې د نوازشریف خاص استازی هم دی، د افغانستان په انتخاباتو کې د پاکستان رول ته په اشاره ويلي، موږ پوهېږو څنګه درغلي وکړو او په هغو انتخاباتو کې د کرزي په ګټه درغلي شوې وه.

مشاهد حسېن دي نيوز ورځپاڼې ته په مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه،ويلي:

"هغه وخت په پاکستان کې درې میليونه افغان کډوال وو او ټاکل شوې وه موږ دوی ته انتخابات برابر کړو او دغو ټولو درېيو میليونو افغانانو کرزي ته رايې ورکړې."

د پاکستان د سنا جرګې د دفاعي چارو کمېسیون رئیس، مشاهد حسېن

د پاکستان د سنا جرګې د دفاعي چارو کمېسیون رئیس، مشاهد حسېن

خو د افغانستان د انتخاباتي کمېسيون پخواني چارواکي او د ډیموکراسۍ د څار د بنسټ رئيس ذکريا بارکزي ازادي راډيو ته وويل چې په ۲۰۰۹م کال کې په ايران او پاکستان کې مېشتو کډوالو په ولسمشريزو ټاکنو کې هېڅ رايې نه‎دي ورکړي.

ښاغلی بارکزی وايي:

"افغانستان کې په لومړنیو ولسمشريزو ټاکنو کې، په ۲۰۰۴م کال کې افغان مهاجرينو په پاکستان او ايران کې رايې ورکړي وې. خو له بده‎مرغه د ځينو تخنيکي او مالي ستونزو له کبله په ۲۰۰۹م کال کې افغان مهاجرينو په پاکستان او ايران کې رايې نه وې ورکړې او په انتخاباتو کې يې ګډون نه وو کړی."

د افغانستان د انتخاباتي کمېسيون پخواني چارواکي او د ډیموکراسۍ د څار د بنسټ رئيس ذکريا بارکزی

د افغانستان د انتخاباتي کمېسيون پخواني چارواکي او د ډیموکراسۍ د څار د بنسټ رئيس ذکريا بارکزی

په امريکا کې د پاکستان او سیمې سياسي چارو کارپوه محمد تقي ازادي راډيو ته وويل چې تر دې مخکې هم پاکستاني چارواکو د افغان ټاکنو په اړه ورته ادعاوې کړې دي خو د دوی هدف يوازې اذهان مغشوشول دي.

ښاغلی تقي وايي:

"دی غواړي د افغانستان پر ډیموکراسي د خلکو شک پيداکړي چې افغانان ووايي: په دې هر څه کې د بهرنيانو لاس دی او دا حکومت روښانه نه دی. دوی غواړي وښيي چې د ښاغلي کرزي او د ښاغلي غني په ټاکلو کې د بهرنيانو لاس وو. دوی غواړي په افغانستان کې له اختلافاتو ګټه پورته کړي، د ډاکټر صيب غني او ډاکټر صيب عبدالله ترمنځ اختلافات رامنځته کړي چې افغان سياست ته زیان ورسېږي. خبره يې درواغ ده او نيت يې هم ډېر بد دی."

مشاهد حسېن مخکې د افغانستان سوله او د کشمير مسئله سره تړلې بللې وه.

ده د امریکا په سټیمسون انسټیټوټ کې د روانې مياشتې په لومړيو کې د خبرو پر مهال وويل:

"په کابل کې سولې ته د رسېدو لار په کشمیر پورې تړلې ده. په دې معنی چې کله تاسو له سولې غږېږئ نه‌شئ کولای چې سوله بېلابېلو برخو باندې ووېشئ. یوه برخه نه‌شي له نورو جلا کولای. دا چې ووایو چې ښه ده په کابل کې سوله لرلای شو او کشمیر همداسې پرېږدو چې وسوځي. دا به هېڅکله ونه‌شي. تاسو د سولې له یوه بشپړ جوړجاړي خبرې وکړئ او پرېږدئ چې د جنوبي آسیا خلک تېرې دښمنۍ ونه‌لري او پر مخ ولاړ شي."

د افغانستان د سولې عالي شورا د مشاهد حسېن دا خبرې غیر مسؤلانه بللي او ويلي يې وو چې نړۍ اوس په افغانستان کې د سولې راتلو ته لېوالتیا لري.

د امریکا په فلوريډا ايالت کې د پاکستان او سيمې د چارو کارپوه محمد تقي وايي، د کشمیر او افغانستان مسئله هېڅ تړاو نه سره لري.

دی وايي:

"يو خو دوی له حقايقو سترګې پټوي. دوهم د پروپاګند لپاره ډېرې خبرې کوي او درېيمه خبره دا ده چې واقعاً دا بلېک مېل دی. د افغانستان او کشمير په منځ کې هېڅ تړاو نشته. پاکستان چې په کشمير کې څه کول غواړي هغه هم ناسمه خبره ده. امریکايي چارواکي باید له پاکستانه پوښتنه وکړي چې د کشمير مسئله خو له ۱۹۴۷څخه پيل ده او هغه وخت له افغانستان سره د پاکستان يوازې ډیپلوماټيکې ستونزې وې، په افغانستان کې جګړه نه وه."

مشاهد حسېن له دي نيوز ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال په افغانستان کې د امريکا پر رول هم انتقاد کړی دی او ويلي يې دي چې امريکايانو په سيمه کې يوه دقيقه پاليسي غوره نه کړه.

ده ويلي: دا څرګنده ده چې په افغانستان او پاکستان کې د اوباما پاليسي ناکامه شوې ده.

XS
SM
MD
LG