د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست څلور کسان د جعلي پيسو د لېږد په تور نيولي دي.

د دغه رياست له خوا رسنيو ته په لېږل شوې ويډيو او اعلاميه کې ويل شوي چې دغه کسان په کابل کې هغه وخت ونيول شول چې غوښتل يې څلور لکه او شپږڅلوېښت زره افغانۍ او پنځه زره ډالره وکاروي.

دغه نيول شوي کسان ادم خان، عبدالکريم، شاهين او عبدالبصير نومېږي.

د نيول شويو له ډلې عبدالبصير وويل:

"ادم خان زنګ راوواهه او ويې ويل چې يو چا ته دې شمېره ورکوم هغه له ځان سره راوله، ادم خان ته ورغلم شل زره روپۍ يې راکړې او ويې ويل چې دغه کس يې رانيسي، زه چې ورغلم هلته د ملي امنيت کارکوونکو ونيولم."

ملي امنيت وايي، نيول شويو کسانو د تحقيقاتو په وخت کې پر خپل جرم اعتراف کړى دى.

XS
SM
MD
LG