د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

شربت‌ګله وايي، د پاکستان جعلي اسناد یې نه دي اخیستي


د پېښور یوې محکمې نن جمعه شربت‎ګله ورغوښتې وه.هغې په محکمه کې دا رد کړه چې د پاکستان جعلي اسناد یې اخیستي دي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یوه پاکستاني څارنوال منظور عالم په حواله ویلي چې شربت‎ګلې په محکمه کې له خپل هغه اعتراف واوښته چې د چارواکو په خبره د نیول کېدو په وخت یې کړی و.

شربت‎ګله د چهارشنبې په ورځ په پېښور کې د پاکستان د جعلي پيژندپاڼې د لرلو په تور د پولیسو له‎خوا ونیول شوه.

په رپوټونو کې راغلي که په هغې د جعلي پیژندپاڼې د لرلو تور ثابته شي نو له ۱۴کاله قید او له درېیو تر پنځو زرو ډالرو پورې د جریمي ورکولو سره به مخامخ شي.

د هغې نیول کېدو پراخ غبرګونونه وپارول او ټولو یې په سمدستي خوشې کېدو ټينګار وکړ.

پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ویلي چې د سفارت د حقوقي برخې کارکوونکي پېښور کې د شربت‎ګلې د قضیې د تعقیب لپاره نن د جمعې په ورځ هم له اړوندو ادارو سره خبرو ته دوام ورکړی دی.

ښاغلي زاخېلوال د جمعې په ورځ په خپل رسمي فیس بوک لیکلي چې په پېښور کې یوې محکمې شربت‎ګله بلې سې شنبې ته ورغوښتې او هیله ده چې هغه خوشې شي.

افغان سفیر همدا راز یادونه کړې چې په دې اړه یې د پاکستان د صدراعظم د بهرني سیاست سلاکار سرتاج عزیز ته هم یو لیک لیږلی دی.

د سفیر په خبره په دې لیک کې یې سرتاج عزیز ته ویلي چې د شربت‎ګلې نیول کېدو ټول سخت خواشیني کړي او هیله ده هغه بېرته ژر خوشې شي.

سفیر زاخیلوال ویلي:

"د پولیسو د ادعا په خلاف شربت‎ګلې کومه جعلي پيژندپاڼه نه‎ده اخېستې او هغې هم د لکونو افغانانو په څېر په پاکستان کې د اوسېدو لپاره اسناد درلودل."

ښاغلي زاخېلوال دا هم ویلي چې سرتاج عزیز په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

شربت‎ګله د جذابو سترګو لرونکې افغان مېرمن ده چې د پیغلتوب یو انځور یې چې په ۱۹۸۴ کال کې د نیشنل جیوګرافیک د یوه عکاس سټیف مککیوري له‎خوا اخېستل شوی و، په ټوله نړۍ کې مشهور شو.

سټیف مککیوري تازه په خپل فیس‎بوک لیکلي چې:

"زه هوډ لرم چې د هغې د خوشې کېدو لپاره او له هغې سره د مرستې په خاطر هر راز حقوقي او مالي مرسته وکړم. هغې ټول ژوند په سختیو تېر کړی او نيول کېدل یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي."

د مککیوري په دغه پوسټ زرګونه کسانو خپل نظریات لیکلي او ټولو په یوه خوله د شربت‎ګلې په نیول کېدو خواشیني ښودلې او د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

مککیوري په ۲۰۰۲ میلادي کال کې یو ځل بیا شربت‎ګله لیدلې وه او د هغې تازه انځورونه او معلومات یې خپاره کړي و.

۴۶ کلنه شربت‎ګله په داسې حال کې په زندان کې شپې سبا کوي چې څه وخت مخکې یې مشره لوره هم لاسه ورکړه او د ټول ژوند په څېر یې تر نېول کېدو دمخه هم وروستۍ ورځې په سختۍ تېرېدې.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG