د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، القاعده شبکه په افغانستان کې له داعش او وسله‌والو طالبانو سره مرسته کوي او هغوی ته د فعالیت زمینه برابروي.

دا وزارت وايي چې په هېواد کې د القاعده شبکې ښکاره روزن‎ځایونه نه‎دي موجود او که یې په اړه معلومات تر لاسه شو، نو په خپل وخت به یې پر وړاندې اقدام وشي.

دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، القاعده په افغانستان کې له وسله‎والو طالبانو، داعش او نورو تروریستي ډلو سره مرسته کوي.

دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

وزیري زیاته کړه:

"دا مهال القاعده په افغانستان کې ښکاره فعالیت نه لري، هغوی د پردې تر شاه له وسله‎والو طالبانو، داعش او له نورو تروریستي ډلوسره مرسته کوي، دوی ته د فعالیت زمینه برابروي، موږ چې هر چېرته د دوی مرکز او تحرکات وګورو، نو له‎منځه یې وړو‎، دوی به هر څه غواړي مګر موږ اجازه نه ورکوو."

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي د تېرې یکشنبې په ماښام د کونړ ولایت د غازي‎اباد ولسوالۍ اړوند د هیلګل په دره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې د القاعده شبکې دوه مهم غړي له ۲۶ وسله‎والو سره ووژل شول.

د امریکا دفاع وزارت ویاند پیټرکوک ویلي چې دا دوه کسان د افغانستان په شمال شرق کې د القاعدې مشر فاروق ‌القحطاني القطري او بلال‌العُطَبي و.

د کوک په خبره فاروق‌القحطاني په افغانستان کې د القاعدې لپاره د امن مرکزونو د جوړولو لپاره مؤظف شوی و.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي ټینګار کوي چې افغان حکومت باید له داعش او وسله‎والو طالبانو وړاندې له القاعدې سره وجنګیږي.

د دغې جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون غړي خالد پښتون ازادي راډیو ته وویل، القاعده د داعش او وسله‎والو طالبانو تر شاه ولاړه او هغوی رهبري کوي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون غړي خالد پښتون

د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون غړي خالد پښتون

دی وايي:

"زه باور لرم څه ډول چې افغان حکومت د داعش او طالبانو پر وړاندې جنګېږي، په هم هغه کچه دې د القاعدې په مقابل کې هم وجنګېږي، ځکه القاعده د تل لپاره د داعش او طالبانو په رهبري کې ځای لري، تل مو لیدلي چې القاعد همیشه د طالبانو او داعش تر شاه ولاړه وه."

د القاعدې شبکه چې د اسامه بن لادن په مشری یې فعالیت درلورد، په امریکا کې د۲۰۰۱ د ۱۱ سېپټمبر له حملو وروسته په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف له‎خوا سخته وځپل شوه او زیات شمېر جنګیالي یې له افغانستان څخه د عراق او سوریې جګړې ته ولاړل.

د دغې ډلې مشر اسامه بن لادن په ۲۰۱۱میلادي کال کې په پاکستان کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو له‎خوا ووژل شو او اوس یې رهبري د هغه مرستیال ایمن الظواهري کوي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون غړی خالد پښتون وايي، القاعده یوه منظمه، خطرناکه او پيچلې شبکه ده چې کولای شي بیا ځان منظم او نړۍ ته ګواښ پېښ کړي.

د امریکا د پوځي چارواکو په خبره امریکایي جنګي الوتکو سږکال په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ هوایي حملې کړي چې د داعش ترڅنګ یې د القاعده جنګیالي هم په نښه کړي او دا ډول حملې به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG