د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

ټرمپ: هيلري هوښياره نه‎ده چې پر پوتین سخت انتقاد کوي


د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو کانديد ډونالډ ټرمپ د اوهايو ايالت په سپرينګ فيلډ کې خپلو پلويانو ته د روسيې اټمي وړتياوو ته په اشاره وويل چې هيلري هوښياره نه‎ده چې پر روسي مشر دومره سخت انتقاد کوي او واشنګټن او مسکو دواړه به له نېږدې اړيکو ګټه پورته کړي.

ده پر هيلري کلېنټن تور پورې کړ چې پر پوتين په سخت انتقاد سره غواړي زياتې رايې ترلاسه کړي.

هيلري ويلي چې پوتین، ټرمپ په سپينه‎ماڼې کې د روسیې احتمالي لاسپوڅی ګڼي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ خپلو پلويانو ته وويل:

"دا د پوتين ډېر بد وايي، روسيه په اټمي وسلو سمبال هېواد دی. زه له ځان سره فکر کوم، څوک د يو چا دومره بد څنګه ويلای شي؟ يانې، له دې وروسته به دوی څنګه له يو بل سره جوړېږي؟ دا به ډېر ښه وي که موږ له روسيې او نورو هېوادونو سره ښې اړيکې ولرو او د داعش پرضد يو ځايي جګړه وکړو. دا به ښه نه وي؟"

د امریکا استخباراتو په رسمي توګه پر روسیه تور پورې کړی دی چې د انټرنټي هک‎کرانو له لارې د امريکا په انتخاباتو کې لاسوهنه کوي.

په دغو انټرنټي حملو کې دوی د ډیموکراټ ملي کمېټې پر کمپوټري سيسټم د حملې يادونه هم کړې ده.

هیلري کلېنټن
هیلري کلېنټن

هيلري کلېنټن په ښکاره پر پوتين تور پورې کړی چې د دغو انترنټي حملو امر يې کړی دی چې د ټرمپ سره د انتخاباتو په ګټلو کې مرسته وکړي.

ټرمپ ژمنه کړې ده چې د سوريې او اوکراين د کړکېچونو پر سر د روسيې او امریکا ترينګلي اړيکې به ښې کړي.

کريملېن او ټرمپ دواړو د هيلري کلېنټن تورونه رد کړي دي.

ټرمپ، د پوتين په اړه د نرمو خبرو پرسر له پراخو انتقادونو سره مخامخ شوی دی.

ده ويلي وو چې پوتين د روسيې لپاره ښه ولسمشر دی تر دې چې بارک اوباما د امریکا لپاره.

د ټرمپ له‎خوا د ولسمشر مرستيال کاندید مايک پينس د روسيې په اړه سخت دريځ غوره کړی دی او پوتين يې کوچنی او سرتمبه مشر بللی دی.

په همدې حال کې هيلري کلېنټن د امريکا د لومړۍ مېرمنې ميشل اوباما ملاتړ تر لاسه کړی دی.

ميشل اوباما په نارت کارولينا کې احتمالي رايې ورکوونکو ته وويل: که هيلري دا ټاکنې ونه ګټي، مسؤليت به زموږ په غاړه وي.

XS
SM
MD
LG