د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

بلخیان: ازبک پوځيان د امو پر پوله افغانان نیسي او زنداني کوي یې


بلخ کې د شورتېپې ولسوالۍ خلک شکایت لري چې ازبکستاني پوځیانو د امو سیند په څنډو کې سلګونه افغان ځوانان نیولي او د ازبکستان د ترمز او تاشکند ښارونو په زندانونو کې یې بندیان کړي دي.

په شورتېپه کې یو قومي مخور او د ارق باتور سیمې د شورا خزانه دار عبدالرشید له ازادي راډیو سره ته ویلي چې د ازبکستان سرحدي ځواکونه افغان ځوانان چې د امو سیند په څنډو کب نیونه کوي او یا هم سیند ته په نېږدې ځنګله کې په چوپاني مصروف وي، نیسي او بیا یې د ازبکستان زندانونو ته استوي.

شورتېپه بلخ کې له ازبکستان سره پر پوله پرته ولسوالۍ ده، د دې سیمې د بوز ارق کلي اوسېدونکی سعیدخان ادعا کوي چې د ازبکستان سرحدي پوځیان او جنګي کښتۍ د افغانستان په مربوطه اوبو کې د ګزمو پر مهال هغه ځوانان د مخدره توکو د قاچاق په تور نیسي او زنداني کوي یې چې د امو سیند له څنډې شیرین بویه او یا هم نور طبیعي نباتات ټولوي.

د شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په کراتو یې دا ستونزه د افغان پوله ساتو ځواکونو او بلخ کې یې د محلي حکومت له چارواکو سره شریکه کړې ده، خو تر دې دمه ورته هېڅ ډول رسیده‎ګي نه‎ده شوې.

عبدالرشید او سعیدخان د ازبکستان له دولته غواړي چې نیول شوي بې ګناه افغانان راخوشې کړي:

"۱- زموږ کسان باید راخوشې شي، دا کسان باید وپېژندل شي. جنګي کيښتو هغه کسان چې کب نیونه یې کوله نیولي او له ځان سره یې بیولي دي، تر دې دمه د دوی سرنوشت نه‎دی روښانه.

۲- ځوانان د ځنګل هغه بل رو ته شرین بویه راټولوله او چنګکې اېښې وې چې کبان را ونیسي چې ازبکستاني پوځیان راغلل او دوی یې له ځان سره بوتلل، دا ځوانان د پوځیانو له‎خوا نیول کېږي او بیا زندان ته استول کېږي، له ازبکستان تمه کوو چې دا کسان راخوشې کړي.

سوال:- له افغانانه به څومره کسان هلته زنداني وي؟

ځواب:ـ له هرکلي یې له ۱۵ تر ۲۰ کسان زنداني کړي دي."

هاخوا بیا د بلخ والي ویاند منیرفرهاد وايي چې دوی هڅه کوي څو دا ستونزه بلخ کې د بهرنیو چارو ریاست او د ازبکستان د قونسل ګیرۍ له طریقه حل کړي او بندي افغانان را خوشې شي.

دا چې څومره کسان د امو سیند پر څنډو د ازبکستاني ځواکونو له خوا نیول شوي دي، د بلخ دولتي چارواکو ته یې کره شمېره نه ده معلومه.

د بلخ والي ویاند منیرفرهاد
د بلخ والي ویاند منیرفرهاد

ښاغلي منیر په دې اړه وویل:

"موږ بلخ کې د خپلو بهرنیو چارو ریاست له لوري په دې موضوع خبرې اترې پیل کړي دي او هغه کسان چې په غیرقانوني توګه یې د مرز هاخوا شیرین بویه ټولوله او زنداني شوي دي، خبرې پرې روانې دي او د خوشې کېدو په برخه کې یې هڅې کوو."

بلخ کې د کلدارۍ او شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکي افغانستان ته په مربوطه دریايي اوبو کې د ازبکستاني جنګي بېړیو د تګ راتګ د زیاتوالي په اړه هم شکایت کوي او حکومت د یادې مسئلې د کنټرول په برخه کې په بې پامۍ تورنوي.

دوی ادعا کوي چې د امو سیند په اوبو کې د جنګي بېړیو تګ راتګ سبب کیږي چې د اوبو طغیان زیات شي او د دوی کرنیزې ځمکې وېجاړې کړي.

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد د یادې موضوع په منلو سره وايي چې دوی په کراتو په رسمي ډول د ازبکستان دولت ته لیک استولی ترڅو افغانستان ته په مربوطه ابو کې د خپلو جنګي کيښتیو تګ راتګ بند کړي، خو تر دمه دا ستونزه نده حل شوې.

په بلخ کې د سرحدي پولیسو قومندان میر نعیم حیدري بیا وايي چې دوی په هڅه کې دي ترڅو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ یاده ستونزه هر څومره ژر حل کړي.

تر دې پخوا په بلخ کې امنیتي چارواکو ویلي وو چې په شمال زون کې د نا امنیو زیاتوالی سبب شوی ترڅو په آمو سیند کې د ازبکستاني پوځیانو نظامي ګزمې زیاتې شي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG