د لاسرسي لېنکونه

د روسیې جمهور رئیس یوځل بیا دا تور چې ګواکې دغه هېواد د امریکا په ټاکنو کې ګوتې وهي، رد کړ.

ولادیمیر پوتین وویل چې دغه ادعا له واقعي مسائلو څخه د امریکایي رایې ورکوونکو د پام اړولو یوه هڅه ده.

ده پرون د بهرنیو اکاډیمیکو کړیو او شنونکو کلنۍ غونډې ته وویل چې امریکایي لوړپوړي له «خیالی نکلونو» څخه کار اخېستی خو د خلکو پام لکه د پولیسو د زور زیاتي او د فدرالی حکومت له پوروړیتوب څخه بلې خوا ته واړوي.

د روسیې د لاسوهنو تورونه، د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې په یوه روښانه مسئله اوښتې ده.

د امریکا د استخباراتو مسؤلین په دې وروستیو کې روسیه په روښانه توګه په دې تورنوي چې د هیلري کلېنټن د ایمیلونو په هک‎کولو کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG