د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

هند او پاکستان د یو بل ډیپلوماټان له هېواده شړي


د پاکستان حکومت په اسلام‎اباد کې د هندوستان د لوی کمشنرۍ یو ډیپلوماټ ناخوښه کس بللی او نوموړي ته یې په دوو ورځو کې له پاکستانه د وتلو امر کړی.

د پاکستان حکومت دا پریکړه تر هغې وروسته کړې چې د هندوستان حکومت تېره ورځ نوي ډيلي کې د پاکستان د سفارت یو ډيپلوماټ محمود اختر د جاسوسۍ په تور تر نیولو وروسته خوشې کړ، خو بیا وروسته یې هغه ناسم کس وباله او نوموړي ته یې له هندوستانه د وتلو امر وکړ.

په عین حال کې د پاکستان حکومت هم اسلام‎اباد کې د هندوستان د سفارت یو ډیپلوماټ "سُرجیت سنګ" ناخوښه کس بللی او نوموړي ته یې د روانې میاشت تر ۲۹ مې نېټې پورې له پاکستانه د وتلو امر کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چازو وزارت د پنجشنبې په ورځ په دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د بهرنیو چارو سکرتر په اسلام‎اباد کې د هندوستان لوی کمېشنر دغه وزارت ته وربللی او نوموړی یې د هندي ډیپلوماټ په اړه د حکومت له پریکړې خبر کړی.

خبرپاڼه همداراز کاږي:

"د بهرنیو چارو سکرتر د هندي ډیپلوماټ په فعالیتونو اندېښنه ښودلې او دا یې د ویانا کنونشن د نورمونو خلاف بللي دي."

که څه هم هندي مقاماتو لا تر دې دمه د پاکستاني حکومت د پریکړې په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان حکومت بیا په نوي ډيلي کې له خپل ډیپلوماټ سره د هندي چارواکو چلند غندلی، دا یې د سفارتي ادابو خلاف بللې او پر هغه لګېدلي تورونه يې رد کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغې پېښې په غبرګون کې پر هندوستان تور لګولی چې په دې ډول کړنو غواړي په مقبوضه کشمیر کې له خپلو انساني سرغړونو د نړېوالې ټولنې پام واړوي.

پاکستان او هندوستان تر هغې وروسته د یو بل ډیپلوماټ له هېواده شړي چې په دې وروستیو کې د اسلام‎اباد او نوي ډيلي ترمنځ اړيکې کړکېچن شوي دي.

دا اړیکې تر هغې وروسته کړکیچنې شوې چې تېره میاشت وسله‎والو ترهګرو په هندي کشمیر کې د هندي پوځيانو پر یوه کمب پرید وکړ او لږ تر لږه ۱۸ هندي سرتېري یې په‎کې ووژل.

​د هندوستان حکومتي او امنيتي مقاماتو د دغه برید مسؤلیت پر پاکستان واچاوه، خو پاکستان د هندوستان تورونه ردکړل او دا یې بې بنیاده وبلل.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان او هندوستان پر ګډه پوله د دواړو هېوادونو د سرتېرو ترمنځ پر یو بل د ډزو پېښې هم ډېرې شوي چې دواړو غاړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG