د لاسرسي لېنکونه

د کندهار د سپين‎بولدک په ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې.

د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا دراني ازادي راډيو ته وويل چې جګړه پرون مازديګر د سپين‎بولدک ولسوالۍ په امروت سيمه کې د پاکستان سره پر پوله هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې پاکستاني ملېشو د وسله‎والو مخالفينو په دفاع کې پر افغان سرحدي پوليسو د درنو وسلو بريدونه وکړل.

د دُراني په وينا جګړې يو نيم ساعت دوام درلود چې دواړو خواوو له درنو وسلو څخه په‎کې کار اخېستی.

دُراني زياته کړه چې له پاکستاني ملېشو سره په دغه جګړه کې افغان سرحدي پوليسو ته کوم زيان نه‎دی رسيدلی خو د پاکستاني لوري د تلفاتو په اړه يې معلومات نه‎دي تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG