د لاسرسي لېنکونه

د غور سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د داعش حضور ته اندیښمن دي.

د غور والي دا وسله‎واله ډله د عامو خلکو وژونکې بولي او د مرکزي حکومت څخه یې په وړاندې د عملیاتو غوښتونکی دی.

د افغانستان دفاع وزارت بیا په هغه ولایت کې د وسله‎والو ډلو په وړاندې د جدي احضاراتو او عملیاتو څخه خبر ورکوي.

همدارنګه ملي شورا کې د غور ولایت د خلکو يو شمېر استازیو او د مدني ټولنو فعالان په دې ولایت کې د ملکي وګړو د وژنې د قضیې د څېړلو جدي غوښتنه وکړه.

دوی د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د يوه خبري ناستې پرمهال له حکومته وغوښتل چې غور ته د يوه با صلاحیته پلاوي په لېږلو سره د دغه ولایت امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د راپورونو له مخې، د سې شنبې په ورځ د وسله‎والو يوې ډلې په دغه ولایت کې له ۳۰ ډېرو کسان په ډزو ووژل.

په ورته وخت کې د حکومت اجرائیه ریاست د دغې ډلې د له منځه وړلو په موخه د هڅو ډاډ ورکوي چې په غور کې د ملکي خلکو د وژنې لامل شو.

XS
SM
MD
LG