د لاسرسي لېنکونه

د فاریاب چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو د دې ولایت په خواجه‎سبز پوش ولسوالۍ کې د طالبانو تازه حمله پر شاه تمبولې ده او زیاته مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

د فاریاب والي سیدانور سادات پرون ناوخته خبریالانو ته وویل چې پر خواجه‎سبز پوش سلګونو وسله‎وال برید کړی وو چې د امنیتي ځواکونو له‎خوا پر شاه وتمبول شو.

د نوموړي په خبره کې په دې جګړه کې ۲۶ وسله‎وال او یو افغان سرتیری وژل شوی دی.

د دولت وسله‎والو مخالفینو لا تراوسه د فاریاب د تازه جګړې په اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG