د لاسرسي لېنکونه

د خوست قومي مشرانو او مدني فعالانو یو ځل بیا د یوې غونډې له لارې د مرکزي حکومت وغوښتل چې په یاد ولایت کې اقتصادي-ټولنیزه او ډموګرافيکي سروې له سره پیل کړي.

دوی زیاتوله، د احصايې مرکزي دفتر پرته له‎دې چې په یاد ولایت کې د سروې د بندېدو لپاره کومه سم او موجه دلیل وړاندې کړي، یاده پروسه يې په ناڅاپي توګه ودروله او سمدلاسه يې خپل اسناد کابل ته ولېږدول.

د خوست مدني فعالانو او قومي مخورو یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په هغه غونډه کې وکړې چې د افغان ولسمشر ځانګړي استازي عبدالقیوم کوچي په مشرۍ د مرکزي حکومت د یو پلاوي په ګډون جوړه شوې وه.

مدني فعال نصیر احمد روښان د احصایې مرکزي ادارې له‎خوا د سروې بندېدل د خوستوالو پر وړاندې يوه بې عدالتي وبلله او ګواښ يې وکړ، که‎چېرې یاده پروسه له سره پیل نه‎شي، نو د دې خلکو د عکس العمل راتلونکی مسؤلیت به د مرکزي حکومت پر غاړه وي.

خوست قومي مشران

خوست قومي مشران

نصیراحمد روښان زیاته کړه:

"پرته له‎دې چې دلته کومه ستونزه موجوده وي، څوک اختطاف شوی وي، څوک وژل شوی وي، د دې پروسې سره ملي برخورد نه وي شوی، دې سره سمتي برخورد شوی وي، مهربانه دې وکړي ودې وايي، کنه دا په هېڅ وجه د منلو وړ نه‎ده چې پرون د احصايې ریاست په ډېرې سپین سترګۍ زموږ څخه صندوقونه ډک کړل، کابل ته يې انتقال کړل او پروسه يې په نیمايئ کې راته پرېښوده، که دا پیګیري نه‎شي، موږ په ډاګه وایو، زموږ د حرکتونو د عواقبو مسؤلیت به د مرکزي حکومت پر غاړه وي."

خوست والي حکم خان حبیبي هم راغلي پلاوي ته د یاد ولایت د خلکو یو شمېر مشخصې غوښتنې وړاندې کړې.

خوست والي حکم خان حبیبي

خوست والي حکم خان حبیبي

نوموړي د خوست په بېلابېلو سیمو کې د اوبو او برېښنا د څلورو سربندونو، د ملي پولیسو لپاره د اساسي تاسیساتو د جوړېدل، د غلام خان بندر ټرانزیټ او د خوست د ولایتي سل بستریز روغتون دوه سوه بسترونو ته لوړول د خوستوالو د مهمو غوښتنو په توګه یادې کړل.

ده د اقتصادي، اجتماعي او ډموګرافيکي سروې د بهیر درول هم د خلکو د خپګان لامل وبلل.

خوست والي د پلاوي غوښتنه وکړه چې په‎دې اړه د خوست د خلکو غوښتنه شخصاً ولسمشر او نورو چارواکو ته ورسوي او یاه پروسه له سره پیل کړي.

خوست والي وړاندې وویل:

"خوست کې د اقتصادي، اجتماعي او ډموګرافيکي سروې موضوع ده چې د احصايې د مرکزي دفترسره د تفاهمنامې پر اساس باندې شروع شوه، ولس استقبال کړه او تقریباً شپیته سلنه تکمیل شوه، ولې متاسفانه چې په ناڅاپي ډول دا پروسه بېرته ودریده، ما پدې اړه د ملي امنیت شورا، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې او اړوندو وکیلانو ته دا پیشنهاد کړی دی."

د ولسمشر ځانګړي استازي عبدالقیوم کوچی

د ولسمشر ځانګړي استازي عبدالقیوم کوچی

بل لوري ته د ولسمشر ځانګړي استازي عبدالقیوم کوچي د غونډې ګډوالو ته ډاډ ورکړ چې د سروې د بېرته پیلیدو مسئله به ولسمشر سره شریکوي او له هغه به وغواړي چې د سروې چارې دې بېرته پیلدو په اړه د مرکزي احصایې ادارې ته لارښوونه وکړي:

"نفوس شمېرنه ده، د احصايې ادارې ښه نه‎دي کړي چې دا پروسه يې پر تاسو درولې ده، زه په مستقیم ډول ولسمشر ته دا ووایم چې دا ولې او دا څه نخرې دي چې کوي يې، دلته خو امنیت دی، دلته خو خلک ژمن دي، سینې يې سپر کړي دي."

د غونډې ویناوالو له پلازمینې کابله د ورغلي پلاوي غوښتنه وکړه چې ولسمشر دې هغې ژمنې عملي کړي چې د خوست په ملي لوبغالي کې يې د لسګونو زرو خوستوالو ته کړې وې.

دوی ټېنګار وکړ، ولسمشر دې په ځانګړي ډول هغه ژمنه عملي کړي چې د خوست د شیخ زاید پوهنتون د نړیوال کېدو په باب يې خلکو سره کړې وې.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG