د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

کابل کې سرطاني ناروغیو د وړیا تشخیص او درملنې مرکز پرانیستل شو


د کابل په جمهوریت روغتون کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لومړنی مرکز پرانیستل شو.

د افغانستان جمهوریت لومړی مېرمنې بي بي ګل غني او د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروز الدین فېروز پرون د اکتوبر په ۲۷مه د کابل په جمهوریت روغتون کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لومړنی مرکز پرانیست.

دا د هېواد په کچه د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لومړنی مرکز دی چې د ناروغانو تشخیص او درملنه په‎کې په وړیا ډول ترسره کېږي.

دا مرکز ۲۵ بستره لري او په ټولو طبي وسایلو او تجهیزاتو سمبال دی چې په څلورو، د لومړني تشخیص، داخله درملنې، جراحۍ او شیمو ټراپۍ په څانګو کې فعالیت لري.

مېرمن بي بي ګل غني په افغانستان کې د سینې د سرطان په ضد د مبارزې د انجمن له بنسټ ایښودونکو څخه ده
مېرمن بي بي ګل غني په افغانستان کې د سینې د سرطان په ضد د مبارزې د انجمن له بنسټ ایښودونکو څخه ده

مېرمن بي بي ګل غني په افغانستان کې د سینې د سرطان په ضد د مبارزې د انجمن له بنسټ ایښودونکو څخه ده، دې د دغه مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې په خپله وینا کې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه هلې ځلې د دې مرکز په جوړولو کې وستایلې او هغه یې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې په لاره کې لومړنی ګام وباله.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروز الدین فېروز په خپلو وویل:

"دا مرکز د سرطاني ناروغیو د لومړني تشخیص او دوام لرونکې درملنې په خاطر په جمهوریت روغتون کې جوړ شوی دی. هر کال څه ناڅه ۲۰ زره تنه په بېلابېلو سرطاني ناروغیو اخته کېږي او له ۱۵ زرو زیات کسان یې ژوند له لاسه ورکوي."

د عامې روغتیا وزارت د معالجې چارو د برخې سلاکار خواجه قمرالدین صدیقي وایي چې تر دې دمخه د سرطاني ناروغیو لږ او ډېره درملنه په افغانستان کې کېدله خو د جګړو له کبله د علي‎اباد په روغتون کې دا برخه فلج شوه.

د عامې روغتیا وزیر دغه راز وویل چې د انکولوژۍ ډیپارټمنټ د افغانستان د اړو خلکو په ځواب کې د سرطاني ناروغیو د درملنې او پالنې، د وقایوي خدمتونو د وړاندې کولو او لومړني تشخیص لپاره د دغه وزارت په چوکاټ کې منځته راغلې او په نظر کې ده چې په راتلونکي اوونۍ د استقلال روغتون کې هم ورته مرکز د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره پرانیستل شي.

د عامې روغتیا وزارت د معالجې چارو د برخې سلاکار خواجه قمرالدین صدیقي ازادي راډیو ته وویل، د دې مرکز په جوړېدو به نور د سرطاني ناروغیو اخته کسان د ملا ماتوونکو مصارفو په منلو مجبور نه وي چې بهرنیو هېوادونو ته د تشخیص او درملنې لپاره لاړ شي.

د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لومړنی مرکز په داسې حال کې په کابل کې پرانیستل شو چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتیا وزارت د سینې د سرطان د اعراضو او علامو په اړه د خلکو د پوهاوي او خبر رسولو په خاطر یو کمپاین پیل کړی وو.

XS
SM
MD
LG