د لاسرسي لېنکونه

د غور ولایت زرګونو اوسېدونکو نن په دې ولایت کې د وسله‎والو له‎خوا د وژل شویو ولسي خلکو مړي پر یوې غونډۍ خاورو ته وسپارل او دا غونډۍ یې د شهیدانو غونډۍ ونوموله.

که څه هم په دې مراسمو کې د غور والي غلام ناصر خاضع ته د خلکو له‎خوا د خبرو کولو اجازه ورنه‌کړل شوه، خو په لوېدیځ زون کې د ۲۰۷م ظفر قول اردو قوماندان جنرال محي‌الدین غوري د قربانیانو کورنیو ته ژمنه ورکړه چې د دې ولسي خلکو له قاتلانو به ډېر ژر غچ واخیستل شي.

ښاغلي غوري وویل، د هغو وسله‎والو پر ضد چې دا ولسي خلک‌یې په بې‌رحمۍ وژلي د سترو عملیاتو تیارۍ روانې دي.

ښاغلي غوري وویل:

"ماشوم مې چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره په بوټو پسې تللی و، هغه‌یې هم په شهادت رسولی دی. ستاسو د اولاد په توګه تاسو ته ژمنه درکوم چې د شهیدانو وینه به له دوی ګټم. پرېږدئ چې موږ له خپلو ځواکونو، مشرانو او دیني عالمانو سره پلان جوړ کړو. کوماندو ځواکونه رارسېږي. زه به مخکې یم او تاسو به راپسې یئ."

د غور ولایت پخوانۍ والي سیما جوینده هم په دې مراسمو کې برخه اخیستې وه.

نوموړې پر حکومت انتقاد وکړ چې په تېرو څو کلونو کې یې هېڅکله په غور ولایت کې د وسله‎والو پر ضد جدي اقدام نه‌دی کړی.

سیما جوینده وویل:

"زموږ د صبر کاسه هم ډکه شوې ده یا مجبوره یو چې له دې ځایه کډه وکړو او یا دا چې حکومت یوه الوتکه پورته کړي څلور سوه غله وژلی شي. تاسو له دې خلکو پوښتنه وکړئ چې کومه ورځ‌یې شهادت نه‌دی ورکړی. که حکومت د څلورو غلو د له‎منځه وړلو توان نه‎لري موږ ته دې ووايي چې موږ له دنیا مرسته وغواړو څو موږ وژغوري."

په عین حال کې غور ولایت کې مدني فعالانو هم یو څلور ماده‌يي پرېکړه‌لیک خپور کړی او په‌کې یې حکومت غور ولایت کې ناامنیو ته په نه‌پاملرنه تورن کړی دی.

د غور یو مدني فعال محمد حسن وايي، د دې کاریګرو د ډله‌ییزې وژنې مسؤل د غور د ولایتي ادارې چارواکي دي چې د ده په وینا د دې کسانو د ژغورنې لپاره‌یې هېڅ ونه‌کړل.

وسله‎والو کسانو د سې شنبې په ورځ مرکز فیروزکوه ته نېږدې څه باندې ۳۰ تښتول شوي ولسي کارګران په ډله‌ییزه توګه په ډزو ووژل. په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

د غور والي غلام ناصر حاضع دا په دې ولایت کې د داعش وسله‎والې ډلې کار بولي چې د ده په وینا د فیروزکوه په شمال کې له کلونو راهیسې فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG