د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

د غور وروستۍ پېښې څېړلو لپاره بېلابېلې غوښتنې


په ملي شورا کې د غور خلکو استازي په دغه ولایت کې د ملکیانو د وژنې وروستۍ پېښې ته په اشارې خبرداری ورکوي که حکومت د غور د خلکو امنیتي ستونزو ته پاملرنه ونه‌وکړي نو دوی به د خپل سر او مال د ساتنې پرېکړه په‎ خپله وکړي.

په ملي شورا کې د غور د خلکو يو شمېر استازو او مدني فعالانو د پنجشنبې په ورځ د يوه خبري کنفرانس پر مهال په غور ولایت کې د يوې وسلې‎والې ډلې له‎خوا د ملکي خلکو وژنه د اندېښنې وړ وبلله او د يوه با صلاحیته پلاوي له‎خوا د پېښې د څېړلو غوښتونکي شول.

په ولسي جرګه د غور د خلکو يو تن استازي کرام الدین رضا‎زاده له حکومته وغوښتل چې په غور کې د پرمختګ او ابادۍ پر ځای دې د خلکو امنیت ته پاملرنه وکړي.

دی وايي:

"موږ د غور خلکو د مال، ځان او عزت د ساتنې غوښتونکي یو، موږ ته هر یو، د پاخه عمر او سپين ږیري خلک ټیلیفون کوي چې موږ د ابادۍ او ترقۍ نه تېر یو خو حکومت دې زموږ د هغو اولادونو چې غرونو ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره ځي او د جاهلو او خونخوارو له‎خوا وژل کېږي ساتنه وکړي."

ښاغلي رضازاده همدارنګه وویل چې د نظام په دننه کې داسې کسان شته چې د وسله‎والو ډلو ملاتړ کوي، نوموړي ټینګار وکړ چې دغه خلک دې په نښه او ورسره دې جدي چلند وشي.

د غور خلکو استازو او مدني فعالانو د يوه پرېکړه‎لیک په خپرولو سره له حکومته وغوښتل چې په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونه د وسله‎والو ډلو د له‎منځه وړلو لپاره ډېر کړي.

د غور محلي چارواکي وايي چې د سې شنبې په ماښام ملا فاروق پورې اړوند د وسله‎والو ډله چې ځانونه داعش پورې تړلي بولي د غور ولایت په مرکز د فیروزکوه د کاسي په کلي کې له دېرشو ډېر ملکي کسان په ډزو ووژل.

د دغې پېښې د ټپيانو په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي دي، د غور اوسېدونکي د ټپيانو شمېر ۵ تنه ښيي خو مدني فعالان وايي چې ۷ تنه دي.

ویل کېږي چې له دې وړاندې هم دغې ډلې د غور ولایت له اړوندو سیمو څخه پنځه تنه محصلان اختطاف او له ځانه سره بیولي وو.

همدارنګه دوه کاله وړاندې هم غیر مسؤلو وسله‎والو د دغه ولایت په مربوطاتو کې ۱۴ تنه مسافرین له موټرو ښکته او بیا وروسته په ډزو وژلي وو.

خلک او د غور يو شمېر استازي په دې اند دي چې د وروستۍ پېښې عاملین هم هغه وسله‎وال دي چې د داعش په نوم فعالیتونه کوي او په غور کې د ځای پیدا کولو په هڅه کې دي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند سید امید میثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند سید امید میثم

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند سید امید میثم وايي، د دې ترڅنګ چې د پېښې د څېړلو لپاره به يو پلاوی وټاکل شي، افغان امنیتي ځواکونو ته په غور کې د وسله‎والو د ځپلو امر هم ورکړل شوی دی.

دی وايي:

"يو پلاوی به وټاکل شي چې دغه پېښه وڅېړي، د پېښې د څېړلو وروسته به چې څه لازم وي هغه اقدامات به ترسره شي، خو په څرګند ډول په غور ولایت کې امنیتي ځواکونو ته دستور ورکړل شوی چې په غور کې دغه خلک وځپي."

دا په داسې حال کې ده چې د غور ولایت استازي وايي، په دغه ولایت کې بېلابېلو برخو ته د حکومت نه‌پاملرنې ناامنیو ته زمینه مساعده کړې چې ستونزې يې ډېرې کړي.

خو د اجرائیه ریاست مرسیتال ویاند وايي چې حکومت د غور ولایت په ګډون هڅه کوي چې په ټولو ولایتونو کې امنیت ټینګ کړي څو خلک د سولې په فضا کې ژوند وکړي.

په غور کې د وژل شویو افغانانو مړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:39 0:00

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG