د لاسرسي لېنکونه

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې تېره شپه‌یې ۱۸ کسه د کابل په مربوطاتو کې د بېلابېلو جنايي او ترورېستي بریدونو په تور نیولي دي.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه زیات جزئیات ورنه‎کړل خو وايي، هر څوک چې د کابل د ناامنه کولو هڅه وکړي د پولیسو له جدي غبرګون سره به مخ شي.

ښاغلي رحیمي همداراز په تېرو څلورو ساعتونو کې په کابل کې د یوه اندازه مهماتو د نیولو خبر هم ورکړ.

XS
SM
MD
LG