د لاسرسي لېنکونه

د چین او سعودي عربستان ځانګړو ځواکونو، د ترهګرۍ پر ضد خپل لومړی شریک پوځي تمرینات د پنجشنبې په ورځ پیل کړل.

چین وايي، په داسې حال کې چې د دې هېواد نړیواله وده پراخېږي او د منځني ختیځ په څېر کړکېچنو سیمو کې یې د حکومت ډیپلوماتیکه ښکېلتیا زیاتېږي، چینايي کمپنۍ او وګړي د ترهګرو له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دي.

د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د دې کال په لومړیو کې سعودي عربستان ته سفر وکړ او ژمنه‌یې وکړه چې له دې هېواد سره به امنیتي همکاري زیاته کړي.

د چین یوې پوځي ورځپاڼې ویلي، د چین جنوب لوېدیځ ښار چانګ کیانګ ته نېږدې د چین او سعودي عربستان تر منځ د دوو اوونیو په پوځي روزنیز پروګرام کې له هر لوري ۲۵ سرتېرو برخه اخیستې وه.

روېټرز خبري اژانس د چینايي رسنیو په حواله وايي، دا روزنیز پروګرام چې د اکټوبر په لسمه نېټه پیل شوی و د ترهګرۍ پر ضد د جګړې پر مهارتونو او تکتیکونو متمرکز و.

چینايي چارواکي له اوږدې مودې اندېښنه لري چې په افغانستان کې بې‌ثباتي به د دې هېواد لوېدیځې سیمې شینجیانګ ته چې اکثریت وګړي یې اویغور ټبري مسلمانان دي لاره وکړي.

په دې سیمه کې په دې وروستیو کې په هغو ناکراریو کې سلګونه کسان وژل شوي چې چینايي چارواکي یې پړه پر بېلتون غوښتونکو سخت دریځو اچوي.

په ګاونډي هېواد قرغزستان کې چارواکي وايي، هغه ځان وژونکی برید چې د اګسټ په میاشت د قرغزستان په پلازمېنه کې د چین پر سفارت شوی و، په سوریه کې فعالو اویغور وسله‎والو یې طرحه جوړه کړې وه.

د داسې ګواښونو په وړاندې چین په اګسټ میاشت کې له پاکستان، افغانستان او تاجکستان سره د ترهګرۍ ضد یو ائتلاف جوړ کړ.

دا درې واړه هېوادونه د چین له نارامه شینجیانګ ایالت سره پولې لري.

پاکستان، افغانستان او تاجکستان له چین سره ګډه پوله لري.

پاکستان، افغانستان او تاجکستان له چین سره ګډه پوله لري.

د اکټوبر له شلمې نېټې څخه د اکټوبر تر څلور ویشتمې نېټې پورې د چین او تاجکستان له ۴۰۰ څخه زیاتو سرتېرو د تاجکستان په هغه غرنۍ سیمه کې چې افغانستان سره په پوله پرته ده شریک پوځي تمرینات ترسره کړل.

افغان چارواکو د دې پوځي تمریناتو چې د برمته شویو د ژغورنې او جګړې روزنه په‌کې شامله وه څارنه کوله.

د بشري حقونو ډلې وايي، د چین په شینجیانګ سیمه کې تاوتریخوالی تر ډېره د چین له‌خوا د اویغور ټبرو مسلمانانو د مذهبی ازادیو د محدودولو او ځپلو په وړاندې عکس‌العمل دی. د چین حکومت دا تورونه رد کړي دي.

په سلګونو او ممکن په زرګونو اویغور ټبري په پټه د جنوب ختیځې اسیا له لارې ترکیې ته تښتېدلي دي.

چین وايي، د دې کسانو یو شمېر په عراق او سوریه کې له وسله‎والو سره یوځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG