د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

ادليب ولايت کې د سوريې او روسيې جنګي الوتکو ۳۵ کسان ووژل


د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې پر روسیې اعتراضونه وشول چې په سوریه کې يې په هوايي حملو کې د نورو ملکيانو په ګډون ګڼ شمېر کوچنيان وژلي دي.

يونېسف او څارونکو ادارو راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ د ياغيانو تر کنټرول لاندې ادليب ولايت کې د سوريې او روسيې جنګي الوتکو ۳۵ کسان ووژل چې په‎کې ۲۲ کوچنیان وو او شپږ ښوونکي وو.

د یونېسف رئیس انتوني لېک ويلي:

"دا يوه غميزه ده. دا کار قصداً شوی دی او يو جنګي جنایت دی."

لېک ويلي په حاس نومي کلي کې پر يوه ښوونځي تکراري حملې شوي چې د سوريې د پنځه کلنې جګړې راهيسې ښايي پر يوه ښوونځي تر ټولو خونړۍ حمله وي.

پر ټولنيزو رسنيو یو عکس خپور شوی او د يوه کوچني لاس ښکاروي چې له څنګله وروسته پرې شوی دی خو اوس‌يې هم د ښوونځي د بکس تسمه ټينګه نيولې ده.

د روسيې دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ يو بيان خپور کړ چې وايي، له تېرو نهو ورځو راهيسې په حلب کې د روسیې او سوريې دواړو حکومتي الوتکو دا هوايي حملې نه‌دي کړي.

ملګرو ملتونو ته د روسیې سفیر ويټالي چورکين چې ښکاري د حملو له ويجاړيو يې تکان خوړلی، وايي:

"دا بې‌رحمانه عمل دی، زه هيله لرم چې موږ به نه‌یو په‎کې ښکېل."

چورکين ويلي چې د روسیې د دفاع وزارت سره په تماس کې دی چې معلومه کړي څوک مسئول دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رئیس سټيفن اوبراین
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رئیس سټيفن اوبراین

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رئیس سټيفن اوبراین دغې غونډې ته وویل:

"زه د شورا له هغو غړو چې په سوریه کې په نظامي توګه ښکېل دي، غواړم چې په ملکي ساحو کې په جدي توګه د هوايي حملو مخه ونيسي چې خپل نړيوال مسئولیتونه پوره کړئ او تر ټولو مخکې، ملکيان خوندي کړئ او موږ ته د بشري مرستو رسولو اجازه راکړئ."

ملګرو ملتونو ته د روسيې استازی ويټالي چورکين
ملګرو ملتونو ته د روسيې استازی ويټالي چورکين

ملګرو ملتونو ته د روسيې استازي ويټالي چورکين په غُصه وويل، دا بې‌عدالتي ده چې ملګري ملتونه نه‌مني روسيې په حلب ښار کې له يوې اوونۍ راهيسي يو اړخيز اوربند کړی چې ملکيانو ته بشري مرستې ورسول شي.

ده وویل چې ترورېستي ډلو په حلب کې د بشري مرستو رسولو مخه نيولې ده.

چورکين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دغې غونډې ته وويل:

"د ښاغلي اوبراين نننۍ وينا ما اړ باسي چې یو څه انتقادي خبرې وکړم. په ځانګړي توګه کله چې دی په کبر وايي چې پر ملګرو ملتونو انتقاد نه‎شي کېدای. ښاغلی اوبراين؛ د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې موږ تمه لرو ټول د هغه څه په اړه چې شوي، له واقعي ارزونې وروسته راځي او دا ستا په بيان کې نه‌و."

ملګرو ملتونو ته د امريکا استازې سمانتا پاور د وروستي تاوتريخوالي په خاطر پر روسيې سخت انتقاد وکړ او ویې‌ويل چې مسکو هېڅ کله له ملګرو ملتونو سره همکاري نه‌ده کړې.

ملګرو ملتونو ته د امريکا استازې سمانتا پاور
ملګرو ملتونو ته د امريکا استازې سمانتا پاور

دې وويل:

"دا هر څه چې موږ ته نن وړاندې شول، دردوونکي دي ځکه روسيه په اصل کې دا غواړي چې ملګري ملتونه‌يې وستايي. څوک د يوې ورځې يا اوونۍ لپاره د جنګي جرایمو نه‌کولو په بدل کې مبارکياني نه‌تر لاسه کوي."

د سوريې د بشري حقونو څار ادارې هم ويلي چې روسي يا سوري جنګي الوتکو په حاس کلي کې شپږ هوايي حملې کړي دي چې په‎کې يو ښوونځی هم شامل دی او په دې حملو کې ۳۵ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG