د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

تړلو ښوونځيو بیا پرانیستنې لپاره بدیلې لارې سنجول کېږي


د افغانستان پوهنې وزارت وايي، هغو سیمو کې چې ښوونځي د دوامداره ناامنیو له امله تړلي دي دوی یې د پرانیستلو لپاره په بدیلو لارو چارو کار پیل کړی چې په يو شمېر سیمو کې یې نتیجه هم ورکړې ده.

د دغه وزارت د مسؤلینو په وینا ناامنو سیمو کې د مدني ټولنو او سازمانونو جوړول او د قومي مشرانو او مخورو سره مشورې، د چټکو زده‎کړو لړۍ او په مرکزونو کې د لیلیه ښوونځيو جوړول هغه بدیلې لارې دي چې دوی پرې کار کوي.

د پوهنې وزارت تدریسي مرستیال ابراهیم شینواري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی به د سیمو تر امن کېدو انتظار ونه‌باسي او غواړي چې د بېلابېلو لارو څخه په ګټې اخېستنې ښوونځي پرانیزي.

ښاغلي شینواري زیاته کړه:

"موږ د سیمې امن کېدو ته نه‌ګورو، بلکې که سیمه ناامنه هم وي موږ په بدیلو لارو چارو کار کوو، د خیرخواه خلکو او مشرانو له لارې غواړو ښوونځي خلاص کړو او یا هم مدني سازمانونه او ټولنې جوړې کړو چې دوی د ښوونځیو د خلاصولو مسؤلیت واخلي، همدارنګه په مرکزونو کې لیلیه ښوونځي جوړوو او د چټکو زده‎کړو زمینه مساعدوو."

ښاغلی شینواری وايي، ناامني د دوی په وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ده خو دوی د خپل مسؤلیت له مخې له هرې ممکنې لارې غواړي چې ښوونځي پرانیزي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دم‎ګړۍ په ټول هېواد کې ۱۰۵۰ ښوونځي د ناامنیو له امله تړل شوي چې ډېره برخه‌يې بادغیس، فراه، نیمروز، زابل، هلمند، ارزګان، پکتیکا، کندهار او کندز ولایتونو کې دي.

په ورته وخت کې د هلمند ولایت ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده وايي چې هلمند کې نېږدې نوي سلنه ښوونځي تړل شوي او د هلمند معارف نېږدې له سقوط سره مخ دی.

ښاغلي اخندزاده زیاته کړه:

"په ټوله کې نوي سلنه ښوونځي تړل شوي، يوازې لس سلنه‌يې خلاص دي چې هغه هم د مرکز لښګرګاه ښار او ګرشګ په بازار کې دي، د نورو لیرو سیمو ټول ښوونځي تړل شوي او هلته نه استادان شته او نه‌هم زده‎کوونکي."

ښاغلی اخندزاده په هلمند کې د ناامنیو موجودیت د پوهې او تعلیم نشتوالی ګڼي او وايي، که د هلمند معارف ته په سمه توګه پاملرنه ونه‎شي نو ناامني به نوره هم ډېره شي.

بل‎خوا د کندز ولایت د پوهنې رئیس محمد رستم احمدي وايي چې په دغه ولایت کې هم يو شمېر تړلي ښوونځي شته خو شمېر يې دومره ډېر نه‎دی.

ښاغلي احمدي زیاته کړه:

"هغه ښوونځي چې تړلي پاتې هغه د جنګ په لومړۍ کرښه کې دي، يو چارسري مکتب په خان‎اباد کې تړلی، دوه په ارچي کې دي، دوه مکتبه په ښاري حوزه کې دي او نور ښوونځي مو فعاله دي."

ښاغلی احمدي وايي، کندز کې داسې ښوونځي هم شته چې د ناامنیو له امله له تېرو دوو درېیو کلونو راهیسې تړلي پاتې دي.

خو د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې په ناامنه ولایتونو او لسوالیو کې هم د زده‎کړي منظم بهیر ته ژمن دي او له هرې ممکنې لارې چې وي نه‌پرېږدي چې د ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو دروازې د خلکو پر مخ تړلې پاتې شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG