د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

ارزګان چارواکي: ۱۰۲۸۰۰ ماشومان د پولیو له واکسینه بې‌برخې شوي


په ارزګان کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې نه‌یوازې د ماشومانو پر مخ تعلیمي مرکزونه وتړل شول، بلکې د روغتیايي خدماتو دروازې هم وتړل شوې.

دې ولایت کې د عامې روغتیا ریاست رئیس خان‎اغا میاخېل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې د ترینکوټ، ګېزاب، چورې او خاص‎ارزګان ولسوالیو ماشومان د دې دورې له واکسینه د ناامنیو له کبله پاتې شول.

میاخېل وايي، هغو ولسوالیو ته واکسین نه‌شو رسولای چې ترینکوټ ته غځېدلې لارې یې وسله‌والو طالبانو تړلې وي.

د ارزګان عامې روغتیا ریاست رئیس خان‎اغا میاخېل
د ارزګان عامې روغتیا ریاست رئیس خان‎اغا میاخېل

میاخېل زیاتوي:

"ارزګان کې ۱۰۲۸۰۰ ماشومان له واکسینه پاتې شول چې هغه د ارزګان مرکز ترینکوټ، چوره، ګېزاب، خاص ارزګان د سیمو ماشومان له دا ځل دورې څخه پاتې شوي."

خان‎اغا میاخېل وايي چې ارزګان ولایت کې ۲۰۰۰۳۶ ماشومان له پنځو کلونو کم عمره دي چې له ډلې یې ۹۷۲۳۶ واکسین شوي دي.

اوس‌مهال ارزګان ولایت کې د ملکي او نظامي کسانو پر مخ یوازې، د ارزګان ۱۰۰ بستریز ولایتي روغتون فعالیت لري چې یو شمېر څانکې په‎کې هم غیر فعالې دي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د ولایتي شورا مرستیال نورمحمد حقمل بیا د ارزګان ولایت عامې روغتیا ریاست مسؤلین په دې تورنوي چې ګنې دوی خپل وظیفه په سمه توګه مخته نه‎وړي.

دی وايي، هر څنګه چې وي د ارزګان هرې سیمې ته باید واکسین ورسېږي څو زموږ ماشومان د پولیو له ناروغۍ وژغورل شي.

حقمل وايي:

"زه پر مخالفینو غږ کوم چې د واکسین مخنیوی ونه‎کړي او دولتي چارواکي دې هم د واکسین په رسولو کې مرستې وکړي."

له دې سره د ارزګان ولایت مدني فعالان هم اندېښنه ښيي او وايي چې دا به د ارزګاني ماشومانو لپاره ناوړه پایلې ولري.

ارزګان ولایت کې د مدني ټولنې مسؤل جاوید خپلواک وايي، ارزګانیان هغه وخت واکسین ته اړتیا نه‌لري کله چې د پوليو ویروس ارزګان کې خپور شي او ماشومان مو فلج شي.

دی وايي، که ارزګاني ماشومانو ته دغه دوره واکسین بېرته راونه‌ګرځول شي، نو موږ به‌يې په اړه مدني حرکت پیل کړو.

جاوید خپلواک وايي:

"زموږ يې له مسؤلینو څخه غوښتنه دا ده چې لطفاً دغه د ارزګانیانو پر بچیانو زړه وسوځوئ، که ارزګان کې موږ د پوليو یوه پېښه ولیده نو موږ به‌يې په وړاندې مدني حرکت وکړو."

هاخوا بیا د ارزګان ولایت اوسېدونکي له دولته غواړي چې د خپلو بچیانو حق ورکړي، څو ماشومان‌يې د پولیو په ناروغۍ اخته نه‎شي.

د ارزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل:

"له دولته غواړو چې هر څنګه وي باید واکسین تر ماشومانو ورسول شي ځکه د پولیو ناروغي علاج نه‎لري."

"زه خپله ۵ ماشومان لرم چې د هغوی له جملې یو فلج دی، لګښت مې ډېر وشو خو خاصه درملنه‌یې ونه‌شوه."

دا په داسې حال کې ده چې د ارزګان ولایت دوه ولسوالۍ له تېر یوه کال راهیسې د پولیو ضد واکسین څخه بې‌برخي دي او په دغه ولایت کې لا اوس هم د فلج ناورغۍ د پېښېدو خطرات موجود دي.

XS
SM
MD
LG