د لاسرسي لېنکونه

د امریکا متحده ایالتو ولسمشر بارک اوباما د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد مبارزه کې د عراق او ترکیې د لانجې د هواري لپاره د منځګړي په صفت مداخله وکړه.

بارک اوباما د ترکیې له ولسمشره غوښتي چې په دې برخه کې هر ډول اقدامات باید له واشنګټن او بغداد سره په همغږۍ ترسره کړي.

ولسمشر اوباما پرون له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره په ټیلیفون خبرې کړي او له امریکا او عراق سره‌یې د داعش په وړاندې په مبارزه کې د ترکیې د همغږۍ اړتیا ته اشاره کړې ده.

سپینې ماڼۍ ویلي، اوباما او اردوغان دواړو د عراق د ملي ځواکمنتیا او عرضي تمامیت په ټینګښت تأکید کړی او همداراز یې د عراقي چارواکو د هغو تورونو په اړه بحث کړی چې ګواکې ترکيه په سرحدونو کې له مقرراتو سرغړاوی کوي.

سپینې ماڼۍ د ولسمشر اوباما په حواله ویلي چې هغه د عراق او ترکیې تر منځ په دوامداره خبرو او له اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې په برخه کې د ترکیې د سهم په مشخص کېدو ټينګار کړی دی.

که څه هم د عراق په خاوره کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد په مبارزه کې د ترکي پوځيانو د عملیاتو پر ضد پراخ لاریونونه شوي خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له داعشه د موصل د تصفیې هوډ کړی دی.

XS
SM
MD
LG