د لاسرسي لېنکونه

فرانسوي مسؤلانو په کالې کې د ځنګل په نوم د کډوالو کمپ، پرون ړنګ کړ.

سیمه‌ییزو چارواکو وویل چې دا کمپ له‎منځه ولاړ.

په دې کمپ کې پخوا د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا زرګونه کسان اوسېدل او دوی به دلته انتظار وو چې بیا بریتانیا ته د هغه تونل له لارې ځان ورسوي چې تر اوبو لاندې تېر شوی دی.

کوم کسان چې په دې کمپ کې پاتې وو هغه د فرانسې نورو برخو ته بیول شوي دي او دوی ته‌یې دا زمنیه برابره کړې ده چې کولای شي د مهاجرت لپاره غوښتنلیکونه وسپاري.

مخکې تر دې چې د ځنګل کمپ د نړېدو لپاره د دوشنبې په ورځ عملیات پیل شي، هلته له شپږو تر اتو زرو پورې کسان اوسېدل.

XS
SM
MD
LG