د لاسرسي لېنکونه

د روسیې، ایران او سوریې د بهرنیو چارو وزیران سبا په مسکو کې غونډه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، سرګي لاوروف به د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د سوریې له بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم سره په عراق او سوریه کې د همکاریو د نېږدې والي پر لارو چارو خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې په غونډه کې به د حلب پر وضعیت او د داعش او جبهةالنصره ډلې پر ضد د روسیې او سوریې د ګډو پوځي هڅو پر موضوعاتو تمرکز وشي.

مسکو او تهران په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG