د لاسرسي لېنکونه

افغان چارواکي وایي، دوه تنه داسې ترورېستان‌یې نیولي دي چې غوښتل‌یې په جلال‎اباد کې د هند پر کونسلګرۍ برید وکړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، د دغو کسانو پوځي یونیفورم په تن وو او د ملي امنیت ځواکونو نیولي دي.

دی وايي:

"یو نصر الله بل عبیداله نومېده. دوی غوښتل چې په ننګرهار کې د هند پر کونسلګرۍ ځانمرګي بریدونه وکړي. دوی د ملي امنیتي ځواکونو له یونیفورمه استفاده کوله، خو د ملي امنیت د منسوبینو له لوري مخکې تر دې ونیول شول چې برید ترسره کړي."

خوګیاڼي زیاته کړه چې دا کسان تازه نیول شوي، له دوی څخه یوه اندازه وسله هم ترلاسه شوې او تحقیقات ترې روان دي.

XS
SM
MD
LG