د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

پنټاګون: کونړ کې د القاعده شبکې دوه مهم مشران وژل شوي


د القاعده شبکې دوه مهم مشران په کونړ کې د بې‌پیلوټه الوتکې په حمله کې په نښه شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت چارواکي وايي، د افغانستان ختیځ کې یې د القاعده شبکې دوه لوړپوړي مشران د بې‌پيلوټه الوتکو په حمله کې ویشتلي دي.

که څه هم د امریکا پوځ د دغو حملو په اړه د اوونۍ په پای کې څېړنې کوي خو د فرانسې خبري اژانس د پنټاګون د چارواکو په حواله ویلي چې هغوی باوري دي چې د دغو دوو القاعده مشرانو په وژلو بریالي شوي دي.

د دغه وزارت ویاند پیټر کوک ویلي چې دا دوه کسان د افغانستان په شمال شرق کې د القاعدې مشر فاروق‌القحطانی‌ القطري او بلال‌العُطَبي و.

د کوک په خبره فاروق‌القحطاني په افغانستان کې د القاعدې لپاره د امن مرکزونو د جوړولو لپاره مؤظف شوی و.

بلال‌العُطَبي هم د دغو امنو مرکزونو په جوړولو کې ښکېل و چې وکولای شي بهرني جنګیالي په‎کې وروزي او هم له هغه ځایه لوېدیځ وګواښوي.

د پنټاګون ویاند کوک وویل، که دا حملې بریالۍ وي چې دوی باوري هم دي نو د امریکا، د هغې د متحدینو او د نړۍ پر ضد د القاعدې د دسیسې طرحه به وپاشي.

دی وايي، په دې کار سره به افغان متحدینو ته ګواښ کم شي او د القاعدې شبکې د خوندي پټنځایونو د مخنیوي لپاره به د افغان حکومت هڅې لا ګړندۍ کړي.

د فرانسې خبري آژانس اخوا په کونړ کې د عیني شاهدانو په حواله هم ویلي چې ۱۵ جنګیالي چې په‎کې دوه عرب او ځیني پاکستانیان شامل و وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG