د لاسرسي لېنکونه

د فرانسې په "کالې" کمپ کې اور لګېدلی دی، دا په داسې حال کې ده چې چارواکي غواړي دغه کمپ بند کړي.

پناه غوښتونکو د حکومت د پرېکړې په اعتراض کې نن په کمپ کې خېمو او پناه ځايونو ته اور ورته کړ.

د کمپ د تړلو د عملياتو له پيل مخکې له ۶ زرو څخه تر اتو زرو کسانو پورې په دغه کمپ کې راټول شوي وو.

اوس شاوخوا څلور زره کسان په دغه کمپ کې پاته دي.

فرانسوي چارواکي پناه غوښتونکي د دغه هېواد نورو سیمو ته د پروسسس لپاره بيايي او هلته به دوی د پناه غوښتلو فرصت تر لاسه کړي.

يوه فرانسوي چارواکي ويلي، چارواکو پناه غوښتونکو ته ويلي چې خیمو ته اور نه‌ورته کوي خو ځيني بيا هم دا کار کوي.

د دې کمپ د تړلو عملیات ښايي يوه اوونۍ وخت واخلي.

XS
SM
MD
LG