د لاسرسي لېنکونه

د ازبکستان حکومت يو پلاوی د قرغزستان جنوبي ښار اوش ته ولاړ او د قرغزستان له‌خوا يې تود هرکلی وشو.

د قرغزستان صدراعظم مرستيال محمد کليي ابوالغازيېف او ژینيش رزاقوف د شاوخوا يو سل او څلوېښت استازو له ازبک پلاوي سره په دوستوک سرحدي دروازه کې وکتل.

وروسته په اوش ښار کې د قرغزستان مېشتو ازبک مشرانو سره غونډې وشوې.

رسنيو راپور ورکړی چې قرغز ولسمشر الماسبېک اتمبايېف د ازبکستان له سرپرست ولسمشر شوکت مير ضيايېف سره ټیليفوني خبرې وکړې.

د خبرو پر مهال اتمبايېف له ازبک مشرانو څخه د ازبک-قرغز اړيکو ټينګولو په اړه د هغوی له هڅو مننه وکړه.

د اکټوبر په دوهمه نېټه، ازبک حکومت د قرغزستان د حکومت يو پلاوی د ازبکستان ختيځ ښار اندي جون ته وباله چېرته چې د قرغز مېلمنو بې‌ساری هرکلی وشو.

د ازبک-قرغز اړيکې وروسته له هغې ترينګلې شوې چې د قرغزستان په جنوب کې د قرغز او ځايي ازبکانو تر منځ په ۲۰۱۰ میلادي کال کې سختې نښتې وشوې.

مير ضيايېف د ازبکستان واک وروسته له هغه تر لاسه کړ چې د سپتمبر په دوهمه نېټه د دې هېواد د ولسمشر اسلام کريموف د مړينې خبر اعلان شو.

ده له هغه راهيسې څو ځلې د ازبکستان او نورو ګاونډيو هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه کولو هڅې کړي دي.

XS
SM
MD
LG