د لاسرسي لېنکونه

د اوکراين پارلمان مرستياله رئیسه ناديه ساوچينکو مسکو ته تللې چې د دوو اوکرایني وګړو په محاکمه کې ګډون وکړي.

دغه اوکرايني وګړي په ۱۹۹۰يمه لسيزه کې د چچنيايي جلا غوښتونکو سره یوځای په جګړه تورن دي.

ساوچينکو نن په ټولنيزو رسنيو کې يو بيان لیکلی چې وايي، دا ما ته مهمه ده چې دلته اووسم او لږ تر لږه په خپل حضور سره د دوی ملاتړ وکړم.

ټاکل شوې ده ساوچینکو د روسيې په ستره محکمه کې د ميکولا کرپيوک او ستانيسلاف کليخ په محاکمه کې ګډون وکړي.

کرپیوک په دوه نیم کاله بند او کليخ د شلو کالو په بند محکوم شوی دی.

اوکراین دغه دواړه کسان سياسي بنديان ګڼي او په تکراري توګه‌يې د دوی د راخوشې کولو غوښتنه کړې ده.

ساوچينکو، د اوکرایني پوځ پخوانۍ پيلوټه د ۲۰۱۴ میلادي کال په جون مياشت کې په ختيځ اوکراین کې ونيول شوه او په غير قانوني توګه روسيې ته يووړل شوه.

هلته دا د دوو خبریالانو په قتل کې د لاس درلودو په تور په ۲۲ کاله بند محکومه شوه خو د ۲۰۱۶ میلادي کال په مې مياشت کې د بنديانو په تبادله کې راخوشې شوه.

XS
SM
MD
LG