د لاسرسي لېنکونه

د امريکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي مشران غواړي د نوومبر د اتمې له انتخاباتو وروسته د ايران پر وړاندې د بنديزونو قانون بیا پلي کولو لپاره رأيې ورکړي.

دغه قانون چې د ايران پر بالستیک توغنديو او اټمي پروګرام بنديز لګوي، د ډسمبر په ۳۱مه پای ته رسېږي.

ويل کېږي د استازو جرګې د بهرنيو چارو کمېټې رئيس ايډ رايس به د راتلونکو لسو کلونو لپاره له سره دغه قانون وړاندې کړي.

د قانون راتلونکی څرګند نه‌دی خو ويل کېږي ښايي سپينه ماڼۍ يې مخالفت وکړي.

د اوباما ادارې له کانګرسه غوښتي چې دا قانون دې له سره نه‌وړاندې کوي ځکه مخکېنی قانون تر اخري نېټې تېرېدو وروسته هم کولای شي په هغه صورت کې که ايران د نړۍ له قدرتونو سره له کړې موافقې سرغړونه وکړي، پر ايران اقتصادي بنديزونه ولګوي.

XS
SM
MD
LG