د لاسرسي لېنکونه

قرغزستان کې د صدراعظم سورون بای جين بيکوف حکومت په رسمي توګه وروسته له هغه استعفا کړې ده چې د روانې اوونۍ په سر کې يې ائتلاف مات شو.

د قرغز ولسمشر الماس بېک اتمبايېف نن دا اعلان وکړ او دا دوه ورځې وروسته له هغه دی چې د اتمبايېف سوسيال ډموکراټ ګوند اعلان وکړ چې شپږ ګوندي ائتلاف پرېږدي.

سوسيال ډموکراټ ګوند چې پارلمان کې تر ټولو زياتې څوکۍ لري، له دې ائتلافه ووت ځکه د صدراعظم او پارلمان لپاره د لازيات واک په اړه‌يې ائتلاف په اساسي قانون کې وړانديز شوي اصلاحات رد کړل.

مخکې دغه څلور ګوندي ائتلاف د دغو وړانديزونو ملاتړ کاوه.

د مدني ټولنې فعالانو او د سياسي مخالفانو د دغو وړانديزونو مخالفت کړی دی او پر اتمبايېف‌يې تور پورې کړی دی چې پر واک خپل کنټرول زياتول غواړي.

د قرغزستان اوسنی اساسي قانون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې وروسته له هغه جوړ شو چې د پراخې کچې لاريونونو په نتيجه کې د هغه وخت ولسمشر قرمانبېک باکيېف حکومت چپه شو.

د ۲۰۱۰ میلادي کال اساسي قانون د يوې مادې له مخې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې په دغه قانون کې هېڅ ډول اصلاحات نه‎شي کېدای.

XS
SM
MD
LG