د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به په چین کې د سارک اقتصادي غونډه جوړه شي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې غونډه کې به د سارک سازمان غړو هېوادونو د سوداګرۍ خونې استازي ګډون وکړي او د دغو هېوادونو تر منځ به د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې وشي.

ښاغلی الکوزی وايي:

"تر اوسه د دې غونډو نتیجه د سوداګرۍ په برخه کې ډېرې ګټورې دي د چین، هند، پاکستان او بنګله‎دېش سره زموږ سوداګري تر یوې اندازې ښه شوې ده."

ښاغلی الکوزی وایي چې د سارک سازمان غونډې د دغه سازمان د غړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې پراخې کړي دي خو د پانګونې په برخه کې لا عملي ګامونه نه‎دي پورته شوي.

XS
SM
MD
LG