د لاسرسي لېنکونه

د زابل والي وايي، د دغه ولایت د عدليې رئیس دنده ځنډول شوې او د اخلاقي فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

دا اقدام وروسته تر هغه شوی چې په ټولنيزو رسنیو کې په یوه خپره شوې وېډیو کې د زابل د عدليې رئيس ګلاب محمد خطير لیدل کېږي چې د خپل يوه کارکوونکي څخه د جنسي اړيکو غوښتنه کوي.

د زابل والي بسم‌الله افغانمل ازادي راډیو ته وویل چې د نوموړي دنده ځنډول شوې او د اخلاقي فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

ښاغلي افغانمل زیاته کړه:

"د هغه هلک سره مو څارنوالۍ ته معرفي کړ د دوی دواړو څخه به پوښتنه کېږي وظیفه‌يې په تعلیق ولوېدله څو د موضوع نتیجه معلومېږي."

په عین وخت کي د عدليې رئيس ګلاب محمد خطير وايي چې ثبت شوې وېډيو د ده ده، خو غږ ورسره جعلي یوځای شوی دی.

د نوموړي په وینا دا په زابل کې د ځمکو د غاصبينو او مافيا له‌خوا ورته يوه جوړه شوې دسيسه ده.

د ټولنیزو رسنیو ډېری کاروونکو د دغې وېډیو تر لیدلو وروسته د عدليې پر رئیس سخت انتقادونه کړي وو او له قضايي او عدلیې ارګانونو څخه د نوموړي د محاکمې غوښتنه‌یې کړې وه.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG