د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

د زابل ولایتي شورا: د زابل له روغتونونو طالبان استفاده کوي


د زابل ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، په یاد ولایت کې د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وسله‌والو طالبانو ته درمل لېږدوي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاء جان حق‌بیان د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال د زابل مرکز قلات او شاه جوی ولسوالۍ کې یو روغتون فعال دی چې د ملکي کسانو تر څنګ د پوځي چارواکو هم درملنه کوي.

حق‌بیان وايي، زابل لس ولسوالۍ لري چې له دې ډلې یې د نهو ولسوالیو د کلینیکونو له درملو څخه وسله‌وال طالبان ګټه اخلي.

حق‌بیان: د زابل له نهو کلینیکونو نه طالبان استفاده کوي.
حق‌بیان: د زابل له نهو کلینیکونو نه طالبان استفاده کوي.

ښاغلي حق‌بیان وویل:

"زه شواهد لرم چې شل شپې مخکې ما مکتوب استولی دی ولایت او هغه مؤسسې ته چې دغه درمل ویشي، ما خپله هم والي ته او همدارنکه د دغې مؤسسې مسؤل ته وویل چې دغه ده جلدک د کلینیک ډاکټر وسله‌والو طالبانو ته درمل ورکوي."

حق‌بیان وايي، دا ستوزه‌یې تر لوړپوړو چارواکو پورې رسولې، خو هغوی تر اوسه په دې اړه عملي ګامونه نه‌دي پورته کړي.

په ورته خت کې د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو مسؤل محمد اسماعیل کاووسي، دا خبرې بې‌بنسټه بولي چې ګنې دوی دې وسله‌والو طالبانو ته درمل استوي.

نوموړي زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت د انسانیت او بشري خواخوږۍ له مخې د هر افغان درملنه کوي.

کاووسي: روغتیا وزارت د بشري خواخوږۍ له مخې د هر افغان درملنه کوي.
کاووسي: روغتیا وزارت د بشري خواخوږۍ له مخې د هر افغان درملنه کوي.

کاووسي وايي:

"موږ د انسانیت او بشریت له مخې د هر یوه افغان درملنه کوو رنګ، پوست، قوم، نصب، مخالف او نامخالف موږ ته یو دي او موږ یې درملنه کوو."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د زابل اوسېدونکو د عامې روغتیا ریاست له خدماتو څخه هم شکایتونه کړي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG