د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

له ښځې سره د ظلم پرمهال د مېرمنې پلارګنۍ مداخله کولای شي؟


په نننۍ خپرونه کې پر دې خبرې کوو چې په ځینو کورنیو کې داسې دود دی چې کله خپله لور واده کړي،بیا یې نو لور پردۍ شي او د خسر په کاله چې په هغې هر ډول ستونزې راځې ورته وایي زغم ولره هماغه اوس ستا کور دی او موږ په دې موضوع کې هیڅ ډول مداخله نه شو کولای.

دا موضوع د اسلام له نظره څنګه ده او د همداسې یو څو مېرمنو خبرې به هم واورو چې کلونه کلونه یې د خسر په کاله سختۍ ګاللي خو پلار ګنۍ یې هیڅ ډول دخالت نه دی کړی او په خپرونه کې به د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون یوه ماده هم واورئ.

په ډېری افغانو کورنیو کې داسې دود دی چې وایي نجلۍ چې د پلار له کوره په سپینو کالیو کې ووته بېرته به په سپین کفن کې راځي یانې که د خسر په کاله کې مېرمنې له هر ډول نادودو او تاوتریخوالي سره مخ کېږي باید وی زغمي او که کومه مېرمن د ظلم او زورزیاتي په وړاندې خپل غږ پورته کوي یا خپلې پلارګنې ته شکایت کوي،دا نو بیا د خلکو له نظره کم اصله او ناسیاله ښځه ده ځکه چې د زور زیاتي په وړاندې صبر نه کوي.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:01 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG