د لاسرسي لېنکونه

که څه هم ګروي په افغاني او نورو ټولنو کې ځانګړي اصول لري، خو په ځینو ځایونو کې اصولو ته نه پاملرنه او یا لږه بې احتیاطي ډېرې لویې ستونزې راولاړولی شی.

د ملکیتونو ګروي له سلګونو کلونو راپه دېخوا په افغانستان کې مروجه ده، خو په بېلابېلو وختونو کې ګروۍ هم بېلابېل شکلونه غوره کړي دي.

په افغاني ټولنه کې د ګروي نه هدف دا دی چې یو کس خپله ځمکه یا کور د یوه اندازه پیسو په بدل کې بل شخص ته ورکوي، تر هغې چې د کور یا ځمکې څښتن بېرته پېسې لومړي شخص ته ونه سپاري، له ځمکې یا کور نه به یې د پېسو څښتن استفاده کوي.

د کابل اوسېدونکی رحیم الله وايي چې که چېرې څوک ګروي کور یا ځمکه نیسي نو اړینه ده چې مسؤله مرجع له موضوع خبره کړي.

نوموړی وايي چې ډېر کله داسې پېښ شوي چې یو چا پردی کور په ګروي ورکړی او بیا وروسته په کې جنجال راغلی دی.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

XS
SM
MD
LG