د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

ګېلاني: ۱۵کلونو کې افغان مېرمنو ته د پام وړکار نه‌دی شوی


د "افغانستان ښځو تولنې" رئیسې فتانه ګېلاني په تېرو پنځلسو کلونو کې د ښځو لپاره شوي کارونه د قناعت وړ نه‌بولي.

فتانه ګېلاني د سې شنبې په ورځ د ښخو د ټولنې د دېرشمې کلیزې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې وویل، د نړیوالو د پراخو مرستو سره سره افغان ښځې لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ګېلاني وايي:

"د ښځو لپاره په ۱۵ کلونو کې کار شوی خو دا کار کافی نه‌دی، تاسې یوازې ګورئ چې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ښځو لپاره کار شوی چې کافي نه‎دی، موږ چې کله د ښځو په اړه خبرې کوو د ټول افغانستان لپاره خبرې کوو، موږ قناعت نه‎لرو، موږ له شعارونو نه ستړي شوي یو، کومې پیسې چې د ښځو لپاره راغلي موږ تر اوسه نه‌دي لیدلي."

د افغانستان د ښځو تولنې رئیسه فتانه ګېلاني
د افغانستان د ښځو تولنې رئیسه فتانه ګېلاني

فتانه ګېلاني وایي، ښځې لاهم په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او د امنیت له پلوه خوندي نه‎دي.

د افغانستان د ښځو ټولنه له کابو ۳۰ کلونو راهیسې د ښځو د ظرفیت لوړولو او سواد زده‌کړې په برخو کې کار کوي او سربېره پر دی د کلیوالو ښځو لپاره کاري فرصتونه برابروي.

په ورته وخت کې په یاده غونده کې د ښځو شبکې له لوري د ښځو د لاسي صنایعو او خوراکي توکو نندارتون هم جوړ شوی وو چې د افغانستان له ګڼو سیمو څخه ښځو په‎کې ګډون درلود.

شکیلا او فوزیې چې دغه نندارتون ته‌یې خپل لاسي کارونه راوړي وو له افغان حکومته د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه وکړه.

دوی وايي:

"که امنیت وي کار خپله پیدا کېږي او بل دا چې کاري فرصتونه باید برابر شي، خلک وايي چې په کورنیو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی، د تاوتریخوالي لامل هم بی‌کاري ده، خاوند د حلالې ډوډۍ لپاره له کوره وځي نو موږ هم مجبور شوي یو چې دلته راشو. له حکومته غواړو چې په افغانستان کې امنیت تأمین کړي موږ له جګړې ستړي شوي یو، زموږ د لاسي صنایعو د پلورلو لپاره مناسب ځایونه وټاکي."

"د ښځو د پياوړي کولو او ظرفیت جوړولو په برخو کې ډېر کارونه شوي، روان کال کې د موډ پروژې له لارې ۷۰ ښځې فاروغېږي چې د رهبرۍ په کچه‌یې زده‌کړې کړي، هغه ښځې چې د اقتصاد په برخه کې کار کوي او سوداګرې دي هغو ته مو هم په ملي او نړیواله کچه نندارتونونه جوړ کړي دي."

د افغان مېرمنو د لاسي صنایعو نندارتون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

خو د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوژمۍ وردک بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ښځو لپاره په ګڼو برخو کې کار شوی او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

په ورته وخت کې د ښځو چارو وزارت وزیرې دلبر نظري د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ښځو په تړاو د يو څېړنیز راپور د وړاندې کولو په یوې غونډه کې وویل چې دوی به په افغانستان کې د ښځو د شته ستونزو د هواري په هدف له جوړ راپوره يوه مقرره ترتیب او ټولو دولتي ادارو ته‌یې د پلي کېدو په هدف ولېږي.

XS
SM
MD
LG