د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

نوازشريف: د کوټې حملې اعتراض به افغانستان ته وړاندې کړم


کوټه کې د پوليسو پر روزنيز مرکز د بريد پر ضد نن په کوټه ښار کې بشپړ کاربنديز او ماتم دى.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف پرون له دې پېښې سره په تړاو په کوټه کې په يوه غونډه کې د کوټې ښار پر امنيتي تدابيرو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې افغانستان ته به د دې بريد په اړه خپل اعتراض وړاندې کړي.

د دوشنبې په ماسخوتن کوټه کې د پوليسو پر روزنيز مرکز په بريد کې د وژل شويو پوليسو ځوانانو مړي خپلو سيمو ته ورسول شول او خاورو ته وسپارل شول.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف پرون له دې پېښې سره په تړاو په کوټه کې په يوه غونډه کې د کوټې ښار پر امنيتي تدابيرو اندېښنه څرګنده کړه.
د پاکستان صدراعظم نواز شريف پرون له دې پېښې سره په تړاو په کوټه کې په يوه غونډه کې د کوټې ښار پر امنيتي تدابيرو اندېښنه څرګنده کړه.

دغه ټول هغه سرتېري وو چې په پوليسو کې په دنده ګمارل شوي او روزل شوي وو او په دې وروستيو کې خپلو کورونو ته ستانه شوي وو، خو د وړمې ورځې له خونړي بريده ژوندي ژغورل شوي سرتېري وايي، د دوى روزنه پاى ته رسېدلې وه، خو نه‌پوهېږي چې دوى ولې بېرته راوبلل شول او په لسګونو ملګري يې د ترهګرۍ په پېښه کې ووژل شول او ټپيان شول.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف د وړمې ورځې د بريد په تړاو پرون کوټې ته راغلى وو او ماښام‌يې د پوځي، استخباراتي او حکومتي چارواکو په ګډون د امنيت په اړه يوه غونډه رابللې وه.

د تر لاسه شويو رپوټونو پر اساس په دې غونډه کې د امنيتي ادارو له‎خوا د پوليسو پر روزنيز مرکز د بريد په اړه معلومات وړاندې شوي او په‎کې ويل شوي چې دا بريد په افغانستان کې تنظيم شوى وو.

صدراعظم نواز شريف په دې اړه په خپل غبرګون کې ويلي چې دا موضوع به له افغانستان سره شريکه کړي او خپل اعتراض به ورته وړاندې کړي.

په غونډه کې حکومتي چارواکو په‎ خپلو څرګندونو کې ويلي چې د پوليسو د روزنيز مرکز امنيت ښه نه‌وو ساتل شوى، دېوالونه‌يې خام وو او پر لويه دروازه‌يې يوازې يو ساتونکى ولاړ وو، ځکه خو درې تنه وسله‎وال بريالي شول چې د يوه پوځي سرتېري په شمول د پوليسو ٦٠ روزل شوي سربازان ووژني.

صدراعظم نوازشريف په غونډه کې د امنيت په برخه کې پر نيمګړتياوو هم اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې امنيتي ادارې بايد په کوټه کې امنيت ټينګ کړي.

نن چهارشنبه د دې خونړۍ پېښې په ضد په کوټه ښار کې بشپړ کاربنديز دى او ټول کوچني او لوى کاروباري مرکزونه تړل شوي دي.

دغه کاربنديز د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له‎خوا اعلان شوى او د کوټې د تجارانو اتحاديې يې ملاتړ کړى دى.

د دې تر څنګ د بلوچستان د ايالتي حکومت له‎خوا هم په ايالت کې درې ورځنى ماتم اعلان شوى او نن پر ټولو حکومتي ودانيو د پاکستان ملي بيرغ سرځوړند کړاى شوى دى.

همدارنګه د کوټې مدافع وکيلانو هم د پوليسو پر روزنيز مرکز د ترورېستي بريد پر ضد محکمې ته له ورتګه بايکاټ اعلان کړى او د محکمې پر قضايي څانګو يې تور بيرغونه ځوړند کړي دي.

د پوليسو پر روزنيز مرکز د بريد مسؤليت داعش او د پاکستاني طالبانو د کراچۍ څانګې اخيستى، خو د بلوچستان د ملېشه ځواکونو مشر په‎کې د لښکر جنګوي «العالمي» ډله دخيله بولي.

دا چې دغه بريد هر وسله‎وال سازمان تر سره کړى، خو د بلوچستان خلک، سياستوال او سياسي څېړونکي دا پوښتنه کوي چې په کوټه ښار کې پر هره څلور لاره د امنيتي پوستو او د خلکو پر سختو تالاشيو برسېره وسله‎وال څنګه بريالي کېږي چې له وسلو سره ښار ته راننوځي او پر خلکو ډله‌ييز بريدونه کوي.

د پوليسو پر مرکز په بريد کې له شاوخوا يو سل او شل ټپيانو څخه ٤٥ برسېرن ټپيان تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته تللي او د اتيا په شاوخوا کې ټپيان لا هم په بېلابېلو روغتونونو کې بستر دي چې په هغوى کې لا هم د شاوخوا لسو کسانو حالت مرګونى بلل کېږي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG