د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د امریکا بهرنیو چارو پخوانی وزیر: هېلري کلېنټن ته به رأيه ورکړم


د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر کولن پاول ویلي چې د نومبر د اتمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به ډموکراټې کاندیدې هېلري کلېنټن ته رأيه ورکړي.

کولن پاول چې خپله جمهوري غوښتونکی دی، دننه په امریکا او بهرنۍ نړۍ کې ورته د قدر په سترګه کتل کېږي.

کولن پاول پرون وویل، ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره وړ کاندید نه‌دی.

د ده په وینا نوموړي امریکایانو ته داسې ژمنې ورکړې چې د پوره کولو وړتیا یې نه‌لري.

پاول وویل، ټرمپ هره ورځ په یوه بڼه امریکا ته سپکاوی کوي.

نوموړي لاتین امریکایان، افریقايي امریکایان، ښځې، خپل ګوند او په نړۍ کې زموږ ملګري سپک کړي دي.

کولن پاول هېلري کلېنټن خپله شل کلنه ملګرې وبلله او هغه‌یې وستایله.

پاول زیاته کړه:

"هېلري کلېنټن هوښیاره او پياوړې ده. د بهرنیو چارو یوه ښه وزیره وه. توازن لري او منځ‌لارې ده."

د امریکا د بهرنیو چارو دې پخواني وزیر ویلي فکر کوي چې نوموړی په بشپړه توګه د ولسمشرۍ وړتیا لري او دا وظیفه به په ښه توګه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG