د لاسرسي لېنکونه

د پکتيکا ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د دې ولايت په مرکز ښرنه کې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماين چاودنې له امله ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د پکتيکا امنيت امر سمونوال عبدالرؤف مسعود رسنيو ته په خبرو کې ويلي چې د دې ولايت په مرکز ښرنه کې د شهيدانو په څلورلاره کې ځای پر ځای شوي ماين چاودنې له امله شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د مرکز ښرنې ولايتي روغتون يو شمېر ډاکټران بيا وايي چې د پېښې له ځای څخه دوی ته ۱۲ تنه ټپيان وروړل شوي چې اوس‌يې روغتيايي وضعيت ښه ګڼل کېږي.

د پېښې مسؤليت تر دې دمه چا نه‌دی اخيستی، خو په پکتيکا کې د اکثريت پېښو مسؤليت وسله‌والو طالبان مني.

XS
SM
MD
LG