د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

افغانستان کې ښځو، سولې او امنیت ته کتنه


د افغانستان د ښځو شبکه وايي، په تېرو ۱۶ کلونو کې په دولتي ارګانونو کې یو شمېر ښځې په کارونو ګمارل شوي خو د حکومت ژمنو ته په کتو سره، دغه ګمارنې کافي نه‎دي.

دا خبرې د دغې شبکې مسؤلینو د سې شنبې په ورځ د دې شبکې له‎خوا په ۱۶ کلونو کې په دولتي ادارو کې د ښځو د دندو او د دوی د ستونزو په اړه د یوه تحلیلي راپور د خپرولو پر مهال وکړې.

د افغانستان د ښځو شبکې مشره حسینه صافۍ وايي، هدف دا دی چې خلک وپوهېږي، د دولت ځینو کلیدي ارګانونو، په چارو کې د ښځو مشارکت ته کوم کارونه کړي او د دوی د وضعیت د ښه‌والي لپاره څه ژمنې کوي.

اغلې صافۍ زیاته کړه:

"هڅه کوو هغه ټول کره اسناد چې د سولې پروسې او ښځو او امنیت په اړه ترتیب شوي، دا مو تحلیل کړل، هدف مو دا دی چې غواړو نن‌يې له تاسې سره شریک کړو."

د یادې شبکې د راپور له مخې اوس‎مهال په افغان حکومت کې ۴ وزیرانې، ۹ مرستیالې وزیرانې او ۴ سفیرانې دي.

همدارنګه ۶۹ د ولسي جرګې، ۲۲ د مشرانو جرګې او ۲۹۶ د ولایتي شوراګانو غړي دي او یوه د والي په توګه کار کوي.

د دغې شبکې غړو وویل، په وروستیو کلونو کې د ښځو ظرفیتونه له هر پلوه پیاوړي شوي او حکومت ته په کار ده چې مشارکت ته‌يې زیاته پاملرنه وشي.

په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي برخې مرستیالې عادله راز وویل، افغانستان د نړۍ ۴۹م هېواد دی چې د ښځو د توانمندۍ په اړه‌یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، ۱۳۲۵م پرېکړه‎لیک منلی او پلي کېدو ته‌یې تېر کال جمهور رئیس اشرف غني د عمل ملي پلان لاسلیک کړ.

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي برخې مرستیاله عادله راز
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي برخې مرستیاله عادله راز

مېرمن راز وویل، د بهرنیو چارو وزارت هڅې کوي چې د دغه پلان عملي کېدل وڅاري.

مېرمن راز زیاتوي:

"د دې پلان د پلي کولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت هم تطبیقي او هم نظارتي پلان ترتیب کړی، هر وزارت ته ځانګړي مسؤلیتونه ورکړل شوي او د حکومت د رهبرۍ په کچه ۱۳۲۵ پلان پلي کولو ته د ملاتړ یو ځانګړی پلان موجود دی."

د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر وويل، د ښځو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي او په دولتي ارګانونو کې یې ښځو ته د کار کولو په مقصد پلانونه ترتیب او د دولت ټولو ارګانونو او په تېره امنیتي ادارو ته استولي دي.

سربېره پر دې د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابي وویل اوس‎مهال په دغې شورا کې ۹ ښځې کار کوي او ټاکل شوې چې د دې شورا ولایتي دفترونه هم فعال او ۱۳۳ ښځې په‎کې وګمارل شي.

د دفاع وزارت د جندر برخې مسؤل عبدالحکیم رحیمي وویل، اوس‎مهال په دغه وزارت کې ۱۴۱۵ ښځې پر دندو بوختې دي چې ۳۹۱ افسرانې دي.

ده وویل، هڅې کېږي په راتلونکې کې دغه شمېره لوړه شي:

"هغه معیار چې دفاع وزارت ته ټاکل شوی و، د ځینو ستونزو له امله پوره نه‎شو، د دې وزارت د ۱۹۵۰۰۰ پرسونل ۱۰ فیصده ښځې دي، حال دا چې اوس‎مهال دغه فیصدي" یو" ته رسېدلې ده."

د کورنیو چارو وزارت د پالېسۍ مرستیال مسعود احمد عزیزي وویل، اوس‎مهال په دغه وزارت کې ۳۰۰۰ ښځې کار کوي او هڅې تېزې شوي چې دغه شمېره ډېر ژر ۵۰۰۰ ته پورته شي.

ده وویل، په کورنیو چارو وزارت کې د ښځینه کار کوونکو لپاره مادي او معنوي اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.

د افغانستان د ښځو شبکې او د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مسؤلینو وویل، ښځې اوس‎مهال په دولتي ارګانونو کې له تعصب، ځورونو او جنسي تاوتریخوالو سره مخ کېږي او همدغه لامل دی چې ښځې نه‌حاضرېږي په دولتي ارګانونو کې کار وکړي.

دوی تأکيد وکړ چې د دولتي ارګانونو مسؤلین دې ښځو ته د کار کولو مناسب چاپېریال برابر کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG