د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

زاخېلوال د یو شمېر پاکستاني چارواکو خبرې غیر مسؤلانه وبللې


د افغانستان حکومت په کوټه کې وروستۍ حملې ته په اشاره، په پاکستان کې پر یو شمېر چارواکو غږ کوي چې له غیر مسؤلانه څرګندونو ډډه وکړي.

کوټه کې د پولیسو د روزنیز مرکز پر لیلیه تر وسله‎والې حملې وروسته، د یو شمېر پاکستاني چارواکو په حواله داسې څرګندونې په مطبوعاتو کې خپرې شوي چې د افغانستان لور ته اشاره په‎کې شوې وه.

د پاکستان لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی استازی او سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال وايي چې غیر مسؤلانه خبرې او تورونه به د دواړو دولتونو ترینګلي سیاسي روابط لاخراب کړي.

عمر زاخېلوال پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني چارواکو ته نه‌ښايي چې د افغانستان په اړه داسې څرګندونې وکړي چې غیر مسؤلانه او له حقیقته لیرې دي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک د ترورېزم درد تر بل هرچا ښه احساسولای شي او پر دې یې خواشیني څرګنده کړه چې له ‎داسې خونړیو پېښو لکه په کوټه کې چې وشوه، د غلطو سیاسي کړن‎لارو د ملاتړ لپاره کار اخیستل کېږي.

عمر زاخېلوال زیاته کړه:

"د پاکستان له لوري داسې بیانات راځي چې په یو شکل د افغانستان نوم په‎کې اخیستل کېږي، که د دې خبرو هدف دا وي چې د افغانستان له لوري مسؤل کسان په‎ داسې حملو کې لاس لري، بې‌مسؤلیته خبرې دي. مخکې له دې د پاکستان دفاع وزیر هم داسې بې‌مسؤلیته خبرې کړې وې چې په حد اقل کې د هغه بې‌معلوماتي او سپین سترګي څرګندوي."

پاکستان کې د ولسمشر غني ځانګړي استازي او سفیر دا ممکنه وبلله چې یو شمېر هغه ترورېستان چې له پاکستانه افغانستان ته تېر شوي او په افغانستان کې هم حملې کوي، ښايي د داسې بریدونو په تنظیم کې لاس ولري.

د دوشنبې په شپه لږ تر لږه ۶۱ تنه ووژل او تر ۱۰۰ زیات زخمیان شول.
د دوشنبې په شپه لږ تر لږه ۶۱ تنه ووژل او تر ۱۰۰ زیات زخمیان شول.

خو د ده په وینا له ‎داسې حملو سره د افغانستان د دولت په کچه د ارتباط خبره کول یوازې د خلکو د ذهنیت مغشوشولو هڅه ده.

کوټه کې د پاکستان د سرحدي قواوو یوه جنرال شېر افګن پرون سې شنبه خبري رسنیو ته وویل چې د پولیسو د تعلیمي مرکز پر لیلیه د لشکر جنګوي وسله‎والو حمله کړې او له افغانستانه لارښوونه ورته شوې ده.

جنرال شیر افغان خبریالانو ته وویل چې "کورني" او "بهرني" دښمنان په بلوچستان کې د سولې د تخریب هڅې کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان هم پرته له ‎دې چې د افغانستان نوم واخلي، وویل چې د پاکستان دښمنان له یوه ګاونډي هېواده پر پاکستان حملې پلانوي.

د پاکستاني چارواکو د داسې ادعاوو په اړه په امریکا کې د پاکستان د سیاسي حالاتو څارونکي او لیکوال ډاکټر محمد تقي ازادي راډیو ته وویل:

"دا بلکل ممکنه ده چې دا ډلې که لشکر جنګوي دي که بلې ډلې دي، د افغانستان او پاکستان تر منځ سیمو کې دېره وي خو کله چې د افغانستان د حکومت خبره کېږي بیا نو دا هرچا ته څرګنده ده چې ډاکټر صاحب غني او د هغه حکومت نه ترورېستي ډلې مني، نه مرسته ورسره کوي او نه‌یې ملاتړ کوي، همدا د پاکستان او افغانستان د حکومتونو د سیاستونو تر منځ یو اساسي توپير دی."

کوټه کې د دوشنبې په شپه د پولیسو د تعلیمي مرکز پر لیلیه حمله کې ۶۱ تنه وژل شوي دي.

بلوچستان کې به له ‎دې امله درې ورځې ملي ماتم وي.

د هند دفاع وزیر منوهر پرېکار پرون پر دې حمله خواشیني څرګنده کړه او خبریالانو ته‌یې وویل چې ترورېزم په هېڅ ځای کې د منلو وړ نه‎دی.

د هند دفاع وزیر وویل، هېڅ دولت باید د ترورېستانو ملاتړ ونه‎کړي ځکه ترورېستان پر خپلو ملاتړ کوونکو هم وار کولای شي.

XS
SM
MD
LG