د لاسرسي لېنکونه

د امریکا يوه لوړپوړي نظامي چارواکي سعودي عربستان ته سفر کړی دی.

په منځني ختيځ کې د امریکايي پوځيانو د مرکزي قوماندې قوماندان «جوزف وتل» په يوه ناڅاپه سفر سعودي عربستان ته تللی او هلته‌يې د دفاع وزير او د وليعهد د مرستيال «شهزاده محمد بن سلمان» په ګډون له يو شمېر لوړرتبه چارواکو سره کتلي دي.

سعودي عربستان ته د جنرال «جوزف وتل» سفر په داسې حال کې دی چې په يمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د هوايي کمپاين له کبله د ملکي مرګ ژوبلې په اړه نړيوالې ټولنې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د تېر کال په مارچ مياشت کې د ايران په ملاتړ پر ياغيانو د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف بمباریو د نړيوالو اعتراضونه راوپارول او سپینه ماڼۍ اړه شوه چې اعلان وکړي د امریکا استخبارات او لوژېستيکي ملاتړ به بيا ارزيابي کېږي.

یمن کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف هوايي برید غبرګونونه را وپارول.

یمن کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف هوايي برید غبرګونونه را وپارول.

خو د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، واشنګټن په دې اړه ډېر محتاطانه چلند کړی چې له خپل پخواني متحد سعودي عربستان سره اړيکې ترينګلې نه‌کړي.

جنرال وتل هغو خبريالانو ته چې له ده سره‌يې سفر کاوه ويلي چې دی غواړي د سعودي عربستان اندېښنې واوري.

ښاغلي وتل زیاته کړه:

"هغه لومړی څه چې موږ غواړو ويې‌کړو دا دي چې دوی څه راته وايي، دا مهمه ده چې په خپلو اړيکو کې باور وساتو."

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې شهزاده محمد او وتل پر دفاعي همکاریو او د ترورېزم پر ضد یې د ګډې جګړې خبرې وکړې.

د اکټوبر په اتمه په يمن کې د ياغیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې د جنازې پر مراسمو په بمباري کې ۱۴۰ کسان ووژل شول چې ډېری يې ملکي وګړي وو.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د دغې پېښې له کبله پر سعودي عربستان او متحد هېواد امريکا سخت انتقادونه وشول.

د دغو انتقادونو په عکس‌العمل کې د امريکا د امنيت شورا ويلي، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف سره ملاتړ چې له مخکې لا ډېر کم شوی وو، اوس تر ارزيابي لاندې دی.

XS
SM
MD
LG