د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د نجونو نړیوالۍ ورځې ته ځانګړې شوې سندره خپره شوه


د افغانستان د موسیقۍ ملي انسیټټیوټ او«سیف د چلډرین» یا له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیوالې موسسې لخوا د نجونو د نړیوالې ورځ په ویاړ جوړه شويې «نجلۍ یم»سندره د یوه پروګرام په ترڅ کې خپره شوه.

دا سندره د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ او له ماشومانو نه د ملاتړ د موسسې په همکارې جوړه شوي ده.

که څه هم چې د نجونو نړیواله ورځ د روانې اکتوبر میاشتې یولسمه وه، خو د دغه ورځې په مناسبت د سې شبنې په ورځ جوړه شوې سندره د یو پروګرام په ترڅ کې واورل شوه.

په دغه پروګرام کې یو شمېر حکومتي چارواکو، د ماشومانو لپاره ځینو بنسټونو او یو شمېر سندرغاړو برخه اخیستې وه.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي
د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي

د افغانستان د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي چې په دغه پروګرام کې یې ګډون کړی و وویل:

"ځیني پېښې رامنځه ته کېږي چې نجونې د مظلومیت سره مخ کېږي، حقوق یې اخیستل کېږي، پرې ظلم، تجاوز او ناوړه پېښو سره مخامخ کېږي، ولې الحمد الله له بله اړخه زموږ حکومت، خلک، ټولنه او زموږ روشن فکره کسان شته چې په دی برخه کې مبارزه کوي چې نور نجونې مظلومې ونه اوسي."

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسیټیټوت مشر احمد ناصر سرمست له ازادي راډیو سره د دغه سندرې په اړه وویل:

احمد ناصر سرمست
احمد ناصر سرمست

"موږ نن د نجونو نړېواله ورځ په افغانستان کې پرانیستله او د نجونو لومړنۍ سندره مو ټولنې ته وړاندې کړه، ترڅو د یوه اړخه د دې سندرې په وړاندې کولو نجونو ته مو الهام ور په برخه کړی وي، د هغوی ظرفیت مو لوړ کړی وي او له بلې خوا مو وغوښتل له دې ورځې نه، ګټه پورته کړو، ترڅو هغه نجونې چې له ستونزو سره مخامخ دي خلکو ته وښیو."

د نجونو د نړیوالې ورځې په ویاړ دغه سندره چې درې دقیقې او پنځه پنځوس ثانیې ده د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ د زده کوونکو لخوا په کورس ډول ویل شوې چې د سندرې شاعر ډاکټر سمیع حامد او کمپوز يې استاد فرید شیفته جوړ کړی دی.

په ورته وخت کې هغه ماشومانو نجونو چې په دغه پروګرام کې یې برخه اخیستې وه خوښ ښکارېدل او له حکومت نه يې وغوښتل چې د هلکانو په څېر دوی ته هم د تعلیم زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه:

"زه ډېره زیاته خوښه شوم چې نن د نجونو ورځ ولمانځل شوه او زه هېله لرم چې هر کال د نجونو ورځ ولمانځل شي او له دولت نه مې غوښتنه داده په څه ډول چې هلکانو ته د زدکړو زمینه برابروي همدا شان دې نجونو ته هم د زدکړو زمینه برابره کړي تر څو تحصیل وکړي."

"هیڅ کله دې نجونې د هلکانو پر وړاندې د کموالي احساس نه کوي او تل دې نجونې دا فکر وکړي چې د هلکانو په څېر کولي شي یو ازادي ته ورسېږي."

نجونې ماشومان په افغانستان کې له ډېریو حقونو او امکاناتو نه دي برخمن چې د افغان حکومت او په یاده برخه کې د کورنیو او بهرنیو موسسو جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

راپور: ابراهیم صافی.

XS
SM
MD
LG