د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان مشرانو جرګه وايي، پاکستان او ایران غواړي، د سولې د خبرو په پلمه یو ځل بیا طالبان له ژمي روغ وباسي.

د یادې جرګې ډېریو غړیو د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې اندېښنه څرګنده کړه چې پاکستان غواړي د سولې خبرو ته د لېوالتیا په ښودلو سره یو ځل بیا طالبان له ساړه ژمي روغ وباسي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال فرهاد سخي چې په دې ورځ یې د عمومي غونډې مشري کوله د سناتورانو له ګڼو اندېښنو وروسته وویل چې افغان حکومت باید په ژمي کې هم له خپلو امکاناتو ګټه واخلي او د سولې پروسې د څه ډول پیلېدو په اړه یو مناسب تصمیم ونیسي.

ښاغلي سخي د پاکستان په اشاره د طالبانو روغه جوړه بې نتیجې پروسه وبلله او ټینګار یې وکړ چې حکومت باید دې خبرو ته په کتو جنګ ونه دروي.

فرهاد سخي

فرهاد سخي

نوموړي زیاته کړه:

"ایران او پاکستان غواړي چې سږ کال یو ځل بیا په ژمي کې څنډې ته شي او د سولې په پلمه یو ځل بیا د هغه څه مخه ونیسي چې زموږ امنیتي ځواکونه یې په ژمې کې تر لاسه کولای شي، دوی غواړي جنګ ودروي، خو زموږ هیله دا ده چې حکومت دې دلته عاقلانه پریکړه وکړي او په ټول هېواد کې دې د ډار اچونکو په وړاندې جدي اقدامات ولري."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو سره په قطر کې د افغان چارواکو له لیدو ویل شوي او پاکستان هم په دې ډلې د سولې خبرو ته د حاضرېدو غږ کړی دی.

سناتوران اندېښنه ښيي چې د روغې جوړې په پلمه به افغان حکومت د سولې د خبرو په تمه وي، خو وسله وال طالبان به راتلونکي جنګي فصل ته تجهیز شي.

د حکومت اجرائیه ریاست بیا وايي چې حکومت د سولې دروازې پرانیستي، خو دا په دې معنی نه ده چې د جنګېدونکو ډلو په وړاندې به افغان ځواکونه وسلې ږدي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډيو ته وویل د طالبانو او پاکستان اړیکو ته په کتو افغان حکومت هم دې خبرو ته ډېره هیله نه لري،خو تمه یې دا ده چې د سیمې هېوادونه د تروریزم له ملاتړه لاس واخلي.

د چارو څېړونکی او د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، د سولې هغو خبرو ته چې پاکستان پکې دخیل وي تمه نشي کېدای، خو په ټوله کې باید د سولې لپاره هڅې موجودې وي.

هغه زیاته کړه:

"د جګړې هغه موسمي شکل نور په بدلیدو دی، ماته نه ښکاري چې طالبان دې له دې وروسته د موسم په ګرمېدو یا سړېدو باندې د جګړې دریدا یا زیاتېدو ته لېوالتیا ولري، له دې امله د سولې هر حرکت چې په هر وخت او زمان کې تر سره کېږي باید ورته د ارزښت په سترګه وکتل شي او ورته په ګډه کار وشي، خو پاکستان ته ډېر وخت ورکول او پرې باور کول د وخت ضایع کول دي، هغه که د پسرلي څخه د مخه وي او که د ژمي څخه د مخه."

له دې ټولو سره د افغانستان د سولې عالي شورا بیا د سولې خبرو ته هیله مندي ښيي او وايي چې پر پاکستان نړیوال فشارونه ډېر شوي نو ځکه دغه هېواد مجبور دی چې له خپل پخواني موقفه پر شا شي.

د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون دې اندېښنو ته په ځواب کې وايي چې ښايي پاکستان دا ځل د سولې په بهیر کې صادقانه مرسته وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG