د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان ولسي جرګې د رزمي سپورټ په برخه کې افغان اتلان احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلګو استازي او د روغتیا او نشه‌یي توکو په وړاندې د مبارزې کمېسیون رئیس حمیدزي لالي په نننۍ غونډه کې وویل چې دغو افغان ورزشکارانو په ډېر لږ وخت کې ډېرې بریاوې هېواد ته راوړې او په نړۍ کې یې د افغانستان بیرغ ورپاوه.

د مارشل آرټ دغو دوو افغان لوبغاړو په وار-وار په نړیوالو سیالیو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG